خبرونهنړۍ

تر دفاع وزیر وروسته، یو بل لوړ پوړي امریکايي چارواکي هم استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د داعش په وړاندې د امریکا د جګړې ځانګړي څارونکي «بریټ میک ګروک» استعفاء وکړه.
د «سي بي ایس» امریکايي ورځپاڼې په حواله نوموړي د سوریې په اړه د ټرمپ تر پریکړې یوه ورځ وروسته خپل استعفاء لیک د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی.
بریټ ګروک د خپلې استعفاء لامل د سوریې په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ پریکړه بللې چې له مخې به یې امریکايي فوځيان په څو اونیو کې له سوریې څخه راوزي.
همدارنګه نوموړي په خپل استعفاء لیک کې د ټرمپ دا خبره چې ګواکي داعش یې مات کړی دی غلطه بللې او ویلي يې دي «داعش لا هم په سوریه کې زموږ په وړاندې جنګېږي ، که چېرې موږ خپل فوځيان له سوریې څخه راوباسو دا به داعش ته فرصت ورکړي څو بیا له سره منظم شي».
بریټ میک ګروک د امریکا د ولسمشر له لوري د داعش په وړاندې د امریکايي جګړې ځانګړی څارونکی وو چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې یې په همدې دنده کار کاوه، او د ورځپاڼې په وینا په دې برخه کې یې ځانګړې لاسته راوړنې هم درلودې.
بریټ ګروک وروسته له هغه استعفاء ورکوي چې دوې ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر «جیمس مټیس» هم د ټرمپ له ستراتېژیو سره د اختلاف له امله استعفی ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

دا ټول لوړ پوړی او ټیټ پوړی چارواکی د خپل ملک د ګټی په خاطر استفعا ګانی کوی.زموږ افغانانو په شان نه دی .چه له بهرنی ملک څخه راکټونه ،بمونه راوړی خپل ځان هم وژنی،او نور افغانان هم وژنی.د خپل وطندار جاسوسی هم کوی،ه
هیڅ امریکا یی.پاکستانی ،اسراییل،هندی به نه خپل وطندار مړکړی، او نه به خپل وطن وران کړی،او موږ یو بل وینو ته تږی ناست یوو.ټول دینونه،مذهبونه را پوری خاندی څلویښت کاله جنګ………….

غ.حضرت

بړوه!
داسی ښکاری چه د خپل نسَور او حریص ملت په تېر ایستلو نه یاست بریالی شوی نو د سیمی د وګړو په تېر استلو به څنګه بریالی شۍ؟
داعش ستاسی تر وزر لاندی له هګۍ راووت او له سورئې څخه به د چرګوړو بچانو غوندی بیرته په تاسی پسی روان وی، معلومه نده چه دا ځل به چیرته ورته کومه کُډله جوړه شی.

ابوالوفاء

له آره(له اصله) جګړهکول، د جګړې اورونو ته لمن وهل، پد نورو هيوادونو باندي پوځي تېري، ښکېلاک، د ډول ډول سپکو او درنو وسلو زرادخانې جوړول، د کيمياوي او اټومي خطرناکو بټيو جوړول، د وسلو پلورل او د مملکت اقتصاد نطامي کول د پانګوالۍ او پانګوالي نظامونو طبيعت او خصلت دی. په دغو او ځينو نورو لاملونو پانګوال او د هغو ډول ډول استازي د خپل هيواد د مطلق اکثريت وګړو او د نړۍ د ټولو مستضعفو انسانانو سره جفاوي او دښمني کوي او سرسخت دښمنان يې باله سي. څنګه چي امريکايي پانګوال، جمع، يهود (چي په هغو کي هم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x