
اندونيزيا کې سونامي زلزلې ۴۳ کسان وژلي او له ۶۰۰ زيات ټپيان کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): اندونيزيا کې د سونامي زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او له ۶۰۰ سوو زيات ټپيان دي.
غربي رسنۍ وايي، چې د دغې سونامي زلزلې له امله لسګونه ودانۍ نړېدلي او ګڼ شمېر خلک نادرکه دي.
رسنيو د اندونيزيايي چارواکو له خولې ليکلي،چې سونامي زلزله د اتش فشان غرونو د چاودلو له امله راغلې، چې په پایله کې يې په سمندر او ځمکه کې زلزله راغلې ده او ګڼ شمېر سيمې د زلزلې سربېره سمندري اوبو لاندې کړي دي.