پارلماني ټاکنې: د ننګرهار لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون په ويب پاڼه تيره شپه ناوخته له ننګرهار څخه د ولسي جرګې د برياليو نوماندانو لومړنۍ پايلې اعلان شوې.

په دې برياليو اعلان شوو نوماندانو کې عبدالکريم کريمی، فريدون خان مومند، عبدالرؤف شپون، امير محمد يار، ميرويس ياسيني، حضرت علي، نبی الله باز، عبدالناصر مومند، ابرار الله مراد، ډاکټر لعل محمد درانی، ارين يون، ليلما ولي حکيمي، سايمه خوږياڼۍ او ډيوه نيازۍ بريالي اعلان شوي دي.

د ولسی جرګې ټاکنې چې د تلې د مياشتې په اته ويشتمه نېټه ترسره شوې تر اوسه يې د څه له پاسه شلو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوي دي او د پلازمينې کابل په ګډون څو ولايتونو لومړنۍ پايلې لاهم پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون د تيرې اوونۍ په پای کې د کابل د ټاکنو لومړنيو پايلو د اعلان خبر ورکړی و خو تر اوسه نه دي اعلان شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د