واشنکټن پوسټ: له افغانستان او سوریې نه د پوځیانو د ویستلو په اړه د ټرمپ پریکړه پرځای اقدام دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، په خپله پرونۍ ګڼه کې یوه مقاله خپره کړي چې ورکې د ټرمپ هغه پریکړه پرځای بلل شوې چې له افغانستان او سوریې نه د ځواکونو د ایستلو یا کمولو په اړه یې کړي.

یاده مقاله چې د امریکا د کانګرس غړي، د کالیفورنیا د سیلیکون ایالت د استاځي روخانا لخوا لیکله شوې؛ پکي راغلي چې له سوریې او افغانستان نه د ځواکونو د را ایستلو یا کمولو پریکړه، هغه څه وو چې ټرمپ باید وروسته هم هرو مرو کړي وای، ښه دا ده چې پروخت دا اقدام وشو.

د کانګرس دغه غړي ویلي، هغه څوک چې د دې کار له امله پر ټرمپ نیوکي کوي، هغوی په اصل کې امریکا ته نور زیان اړول غواړي. ځکه چې دوی بل هیڅ بدیل نه لري.

موږ باید د ولسمشر ټرمپ ستاینه وکړو، او په نړۍ کې د امریکا له مداخلو را محدوده ولو په اړه ورسره په پلان ګذاري او ښه ديپلوماسي چلولو کې مرسته وکړو.

د نوموړي په خبره له شام او افغانستان نه د ځواکونو را ایستلو پریکړه هم د امریکا او هم د بین المللي قوانینو مطابق ده.

په نورو هیوادونو کې په جګړو کې ځانونه ورښکیلول، پخپله د امریکایي او نړیوال قانون ماتونه ده.

مقاله وایی، د ټرمپ دا اقدام هم د ستایلو دی چې د جنګ غوښتونکو منتقدینو په مقابل کې هم کلک ولاړ دی.

د واشنګټن پوسټ د مقالې لیکوال زیاتوي، دا یو ښه خبر دی چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه د 7000 زرو عسکرو د را کمولو اعلان کړی،

موږ په افغانستان کې دومره پیسې ولګولي چې هغومره مو پرخپل مارشال پلان نه دي مصرف کړي، لا لګیا یو هر کال څه باندي 40 میلیارد ډالره مصرفوو، مګر سره له دې مو عسکري بریا مخ پر کمیدو ده،

په 2008م کې چې طالبانو د افغانستان پر 40٪ سلنه خاوره ولکه لرله، اوس په 2018 کې د هغوی سلطه 70٪ سلنې ته ورسیده.

واشنګټن پوسټ لیکي، موږ ته پکار ده چې نور هلته خپل نظامي حضور ختم کړو، او پرځای یې د یو سیاسي جوړ جاړي هڅي ګړندۍ کړو، د دې لپاره باید د سیمي هیوادونه لکه ایران، پاکستان، روسیه، چین او هند را شریک کړو.

د سیاسي جوړ جاړي په نتیجه کې موږ کولای شو چې له افغانستانه د خپل راتلونکي په اړه د خطر مخه ونیسو.

واشنګټن پوسټ لیکي: په 1821 م کال کې د امریکا د استقلال لمانځني پرمهال د هغه وخت امریکایی خارجه وزیر جان کوینسي آدمز وویل، امریکا باید نړۍ ته خپل زړه او مینه ورکړي، نه داچې په نوره نړۍ کې د وحشت، ورانۍ او ویجاړۍ لپاره مداخله وکړي. اوس نړۍ ډېره بدله شوي، د وحشت وخت نه دی.

مقاله زیاتوي، دا د 18مي پیړۍ د وخت خبره ده چې وای نړۍ بدله شوي، د لیکوال په وینا اوس چې موږ په 21مه پیړۍ کې یو نو څنګه به نړۍ نه وي بدله شوي. امریکا ته پکار ده چې په نړۍ کې د خپل قیادت د ساتلو لپاره له وحشت پرته ډېر څه وکړي.

د کانګرس غړی، د واشنګټن پوسټ د مقالې لیکوال روخانا لیکي: څو ورځي وړاندي زه له ټرمپ سره ناست وم، ما ورته وویل:

چین له 1979 راهیسي په هیڅ جنګ کې برخه نه ده اخیستي، خو پرمخ روان دی، موږ که غواړو چې له هغه سره سیالي وکړو، باید په جنګونو کې ځان ښکیل نه کړو،

لیکوال وایی، ټرمپ د سر په ښورولو سره را ته وویل، بیشکه هغه (چین) ځان په اقتصادي لحاظ پیاوړی کړ، پرته له دې چې یوه مرمۍ پر وچا ورخوشي کړي.

لیکوال زیاتوي، پریږدئ چې نور موږ خپل وسایل او ځواک په نړۍ کې د جنګ جګړو پرځای په خپله په امریکا کې د سم سمکي لپاره وکاوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د