د امریکايانو وتل؛ ارګ بې اغېزې بللي، خو د کورنیو چارو وزیر زړه ته نه لوېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): له سوريې وروسته له افغانستان د امریکايي ځواکونو د نیمايي عسکرو د وتلو د غور خبر ورکړل شو، چې که څه هم لا عملي شوی نه دی، خو بېلابېل غبرګونونه يې لرلي دي.

ارګ ونه ویل، چې دا ځواکونه دې پاتې شي، خو د تسلۍ په خاطر د اشرف غني ویاند پرلپسې پنځه ټویټونه وکړل او يې ټینګار يې کاوه، چې د امریکایانو وتل د دوی پر روزل شویو عسکرو بده اغېزه نه کوي.

تېره شپه د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، چې د ده زړه ته نه لوېږي چې امریکایان دې ووځي.

برمک وویل، د امریکایانو د تګ په اړه خپاره شوي راپورونه یوازې «اوازې» دي، هغه د دې راپورونو د اوازو ثابتولو لپاره کوم دلیل نه درلود، خو ټینګار کاوه چې امریکایانو تر ډېره د دوی شا نه پرېږدي.

که څه هم ارګ وايي چې د امریکایانو وتل چندان اغېز نه لري، خو ویس احمد برمک ټینګار کړی، چې ځواکونه يې لا هم د امریکايي اوږې ته اړتیا لري.

دوه ورځې وړاندې امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې امریکا په افغانستان کې د نیمايي عسکرو د ایستلو امر کړی او څو اوونیو کې به ووځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د