د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د بهرنیو چارو وزارت، د یوې ویډيو له امله د ایران مرستیال سفیر احضار کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال د هغې ویډیو له امله احضار کړی دی، چې خواله رسنیو کې خپره شوې ده.

خواله رسنیو کې هغه ویډيو ښکته پورته کېږي، چې د ایراني سرحدي ځواکونو پر لباس ملبس ایراني له نهو افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه لیکي، چې پر همدې مناسبت يې د ایران سفارت مرستیال سید سعید حسیني ور غوښتی او هغه هم د څېړلو ژمنه کړې.

iran-afghan-musafar

له ویډيو اخیستل شوی تصویر

د سرچینې په وینا نوموړي هم دا ډول چلند غندلی او خواشيني يې ښکاره کړې ده.

تېره ورځ د ایران سفارت هم پر همدې اړه اعلامیه خپره کړې وه، چې پکې يې افغانان «افغانستاني» لیکلي و، چې حساسیتونه يې را وپارول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د