سرور دانش؛ د څلورو ټاکنو پر یو ځای ترسره کېدو ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د یو شریک محمد اشرف غني دویم مرستیال ټینګار کړی چې ولسمشریزې، د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید یو ځای ترسره شي.

سرور دانش پرخپله رسمي فیسبوکپاڼه اوږدې څرګندونې خپرې کړې او ویلي يې دي، چې باید ټاکنیز کمیسیونونه ورته ځواب ووايي.

دانش چې پر ټاکنیزو کمیسیونونو د ځانګړي واک څښتن بلل کېږي، پوښتلي چې د مشرانو جرګې د یو ثلث چې د ولسوالیو له شوراګانو ټاکل کېږي، موده يې پای ته رسېدلې، که د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره نه شي، نو دا ثلث به پر کوم معیار له کومه ګمارل کېږي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دوی د ټولو ټاکنو پر یو ځای ترسره کېدو وس نه لري، یوازې ولسمشریزې او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کولی شي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د وخت، مدیریت او ګڼو نورو ستونزو له امله ټولې ټاکنې پر یو ځای نه شي ترسر کېدلی.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تېره ورځ د نوماندانو د نوم‌لیکنې لومړۍ ورځ وه، خو هیچا نوم لیکنه کړې نه ده.

تېره ورځ د غزني د ټاکنو کمیسیون وویل چې تر اوسه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره هیڅ تیاری نه لري.

سرور دانش په داسې حال کې د مشرانو جرګې د یو ثلث ناقانونیت غم اخیستی، چې ټول پارلمان له نږدې څلورو کلونو راهیسې ناقانونه روان دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د