ټرمپ: «که سوریه کې څه پاتې وي، نور هېوادونه دې يې غم وخوري، موږ ځو!»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې له سوريې نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د متحده ایالاتو کانګریس کې هم بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل، خو ډونالډ ټرمپ پر خپل دریځ ټینګار کړی دی.

هغه یو ځل بیا ویلي، چې له سوريې وتل یو پر ځای ګام دی او د ده په وینا سوريه کې يې داعش ډله ځپلې، خو بیا هم که څه پاتې وي، نو ترکیه او نور هېوادونه دې يې غم وخوري.

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په لومړيو کې د دوی ځواکونه سوريې ته د درېیو میاشتو مودې لپاره خوځېدلي و، خو اوه کاله يې تېر کړل.

ټرمپ لیکي: «چې زه ولسمشر شوم، داعش وحشت روان کړی و، اوس دا ډله ځپل شوې، څه چې پاتې دي، د ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونه دې يې غم وخوري، موږ ځو!»

ګڼ امریکايي ډيپلوماټان پر دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې هم د ټرمپ دریځ همداسې ورته ښکاري، ځينو رسنیو د دې ډيپلوماټانو پر حواله لیکلي، چې ان د دې تمه هم شته چې یو سهار ډونالډ ټرمپ ټويټ وکړي او ووايي چې له افغانستانه دې ټول عسکر را ووځي.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان یرغل وکړ، چې دلته يې هم د یرغل په لومړیو کې یوازې د څه محدود وخت تېرولو ژمنې کړې وې.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پخپل یو کتاب «طالبان؛ له کندهاره تر مزاره» کې لیکي، چې امریکايانو ورسره د کندهار په شاولیکوټ کې ژمنه وکړه چې دلته د بهرنیو جنګیالیو د پلټلو په موخه د څو میاشتو لپاره راغلي، خو دې جګړې نږدې دوه لسیزې وخت ونیو.

د امریکايي رسنیو په حواله له سوريې وروسته په نږدې څو اوونیو کې له افغانستانه هم پوره نیمايي امریکايي ځواکونه پر وتلو دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د