مسیر ورځپاڼه: له امریکايانو وروسته د «کورنۍ جګړې» مخنیوی پکار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه لیکي، د امریکایانو وتل د هر رښتوني افغان غوښتنه ده، خو باید «مسؤلانه» ووځي.

دې ورځپاڼې د «امریکایان دې د یو میکانیزم له مخې له افغانستانه ووځي» تر سر لیک لاندې په خپره کړې سرمقاله کې لیکلي، د امریکایانو دې اعلان مخالفینو او موافقینو ته اندېښنې ور پیدا کړې دي.

«موافقین چې له امریکايي ځواکونو سره یې ګټې تړلې او یا فکر کوي چې په دې سره به یې واک او ځواک ختم شي، د دې کار له امله خواشیني دي. د امریکايي ځواکونو د حضور مخالفین بیا له دې امله اندېښمن دي چې دا کار ناڅاپي او خطرناک دی او امریکايي ځواکونه باید په مسوولانه ډول له افغانستان څخه ووځي.»

د سرچینې په وینا هر رښتونی افغان د بهرنیانو د حضور مخالف او د روانې جګړې یو اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی.

«هر افغان چې رښتیا افغاني فکر او ارزښتونه ولري، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالف دی او غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. د افغانستان د ستونزې یو بنسټیز لامل بهرني ځواکونه دي چې د دوی په وتلو سره به له شک پرته یو لامل کم شي.»

د سرمقالې لیکوال د مشورې په ډول ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل د داسې میکانیزم په ډول وي، چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له مداخلې منعه شي او دا ټینګار وشي چې افغان خاوره به د چا پر ضد نه کارېږي.

« په دې چاره کې هوښیاري پکار ده. افغان حکومت، سیاسي مخالفین او وسله وال مخالفین باید ټول له افغان ولس سره په ګډه پر یوه توافق کار وکړي، څو افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ټېل نه وهل شي.»

دا په داسې حال کې دی چې تازه ډونالډ ټرمپ پخپل ټویټ کې له سوريې د خپلو عسکرو ایستلو اقدام یو ځل بیا ستایلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

اگر جنگ داخلی باشد یا خارجی
هردو با شکست خوردن امریکا از بین میرود
هیچ قابل تشویش نیست
در مقابل طالبان همه آن داخلی های که میجنگند غلامی امریکا را قبول کرده اند
وقتی بادار شان شکست بخورد ، روحیهٔ غلامانش از بین رفته دیگر طاقت جنگ را نمیدارند
تکرار میکنم
هیچ قابل تشویش نیست

جميل
میلمه
جميل

د ځينونه د ولس مفهوم ورک دی چي ولس يعنی څوک ، زمونږولس زمونږ د هيواد ټوله اوسيدونکي دي،زمونږ ولس ټوله مسلمان دی ،زمونږ د ولس نه که پوښتنه وشي چي د غاصب کفارو غلامي کوی ښکنځل به درته وکړي چي دا څه وايې ، کوم شی ته چي ليکونکی حکومت وايې دا د امريکايانو جوړ شوی حکومت دی نه زمونږ د ولس ،کومو ته چي ليکونکی سياسي مخالفين ويې دا خوهم دامريکانو مزدوران وه او دي ،کوم چي ليکونکی نظامي مخالفين ورته وايې همدا پخپله ولس دی ، اوس هم د همدی ولس استازي د حکومت؟ او د سياسي… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جمیل صاحب. متل دی وایی چه غوایه حلال نه،ښینکی په سر ورته ګرځوی،همیشه ته دا لیکی چه طالیبان به عفو اعلان کړی،د څه شی عفو؟ عفو باید ولس طالیبانو ته اعلان کړی،طالیبان باید له ولس څخه عفو وغواړی،په ولس یی عربان ،پنجابیان ،د دنیا ټول هغه غله کڼکاپان چه له خپلو ملکونو څخه تیښتیدلی وه طلیبانو پناه ورکړی وه.ولس هیڅ عرب په کار نه وه.ما بن لادن څه کاوه؟بن لادن دکوم رنځ دارو وه؟مملکت د لوږی تندی مړکیده ،او اسلامی امارات تروریستان چاقول،پ په سیاست نه پوهیدل همدا وجه وه چه امریکایانو هم یرغل وکړ،چا څه کړی چه طالیب بیا… نور لوستل »