تخار: د عامه نظم قومندان په يو برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د تخار ولايت د عامه نظم قومندان طاووس له درې نورو ساتونکو سره نن سهار په يو بريد کې وژل شوی دی.

د تخار د والي وياند جواد جوهري رسنيو ته ويلي چې قومندان طاووس نن سهار د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په يو کمين وربرابر شو چې پکې نوموړی له خپلو درې ساتونکو سره يو ځاي وژل شوی دی.

جوهري زياتوي چې په دې بريد کې څلور نور ساتونکي ټپيان شوي هم دي‌.

قومندان طاووس له نږدې مودې راهيسې په دې دنده ګومارل شوی و.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې هم د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

کندز د هيواد په شمال کې يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چې وخت په وخت يې طالبان په لرې پرتو او مرکزي برخو بريدونه کوي او سیمې په خپله ولکه کې اخلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د