دوه پخواني لوړ پوړي چارواکي د دوو وزارتونو سرپرستان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان دوه لوړ پوړي پخواني چارواکی د دوو وزارتونود سرپرستانو په توګه ټاکل شوی دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دفاع وزارت له پاره اسدالله خالد د سرپرست وزير په توګه او د د کورنيو چارو د وزارت له پاره امرالله صالح د سرپرست وزير په توګه ټاکل شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ياد سرپرست وزيران به ولسي جرګې ته معرفي کيږي او ترڅو چې نوي وزيران د ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کوي دغه دوه سرپرستان به تر هغې د يادو وزراتونو چارې ترسره کوي.

اسدالله خالد او امرالله صالح په تېرو حکومتونو کې د ملي امنيت د رئيسانو په توګه دندې ترسره کړې وې.

اسدالله خالد چې په ۲۰۱۲ کال کې په يوې چاودنه کې سخت ټپي شو له هغې وروسته د درملنې له پاره باګرام هوايي ډګر او له هغه ځایه امريکا ته وړل شوی و.

امر الله صالح هم د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنيت د رئيس په توګه دنده ترسره کوله چې په ۲۰۱۰ کال کې يې له خپلې دندې استعفا وکړه.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ګومان کوم چې جګړه يې له بلک واټر سره په قرارداد کې اخستې وي.

الله ﷻ مو د طالبانو ګوزار ته سم کړه، الهي آمين

محمدهاشم
میلمه
محمدهاشم

دهیواد امنیتی حالت دسمون لپاره بایدمسلکی کسان نوموړیوپوسټونوته معرفی شوی وای خوالبته دهیواد حالات داسی حالت ته رسیدلی دی چی هرڅوک چی هرڅه وکړی نه ورته کوم څوک دښه اونه هم دبدپه سترګه کوری بلکی خپلی ګټی ورپکښی ګوری ترڅوچی په هیوادماراهل کارته ونه سپارل شی اومسلک ته خاصه پاملرنه ونشی په هیڅ صورت به دهیوادپه ابادی کی کومثبت تغیررانشی اونه به داهیواددنوروهیوادونوله تسلط څخه وژغورل شی .

لونګ
میلمه
لونګ

یاره هر څومره چی مسلکی او غیره مسلکی وګمارم شی، د شر او فساد ریښی همداسی د حکومت په تار او پود کی ننوتی یی. په والله که یی سم کړی. بیا بالخصوص پداسی کسانو، دواړو یی ورکړی او خلک یی ښه پیژنی. د دی حکومت له بنیاده وستل پکار ده، خو د طالبانو د امارت په شان حکومت هم پکار نده. افغانستان کی یو معتدله حکومت ولی با صلاحیته او قوی پکار ده چی پکی قانون نافذ او تطبیق شی. اوس شرایطو کی داسی کسانو ته اړتیاده چی قانون پلی کړی. صرف یوه فقر باید په اوسنی قانون کی… نور لوستل »

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

اشرف غني ددغو دوو معلوم الحالو ملي خاينينو په استخدامولو سره په ولسمشريزو ټاکنو کي سوء استفاده کوي . له دې څخه نور هم ښه جوتيږي چي غني د هيواد او هيوادوالو په غم کي هيڅ نه دی او د خپلو ځاني ګټو غم اخيستی دی. دا بې چاره ملت پر څه دی او دی پر څه دی، وايي : « بز درجانکندن و قصاب در غم چربو». ښه دی غني دي د خپلو ګټو لپاره خپلي مذبوهانه او ناځوان مردانه هلي ځلي کوي، خو که دې ولس آزار درلود په داسي تلکه به بند سي لکه نجيب چي په… نور لوستل »

عباس
میلمه
عباس

دا چي څوک د خپلي اړتیا وړ توکي بیرته د خپلي کثافتدانئ څخه راباسي، باید خپلوان یې عقلي اعصبي رنځپوه ته ورښکاره کړي. دا دواړه محترمین خو یو ځل د حکومتوالي د سیسټم څخه کثافتدانۍ ته انتقال سوي وه. هغه متل پر صادق راځي چي د سپو د نیستي مو چغالان تناب کړي دي