نړۍ

امريکايي اسناد: پاکستان اټومي وسلې د افغان جګړې په مرسته ترلاسه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امريکا په يو شمېر تازه خپرو شوو څېړنيزو اسنادو کې راغلي، چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړې له امله پاکستان د اټومي وسلو د جوړولو تواند موندلی او په عين حال کې چين هم په دې برخه کې له پاکستان سره مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت څخه د ۱۹۸۰ کال د پېښو څېړنيز اسناد خپاره شوي دي او د پاکستان په اړه په کې یادې خبرې راغلي دي.

شاوخوا دېرش کاله وروسته په خپرو شوو اسنادو کې راغلي، چې د پاکستان له لوري د اټومي وسلو د جوړولو سربېره د چين د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر ډينګ شياپنګ پر امريکا ټينګار کړی و، چې د پاکستان مرستو ته دوام ورکړي.

د دغه اسنادو له مخې امريکايي چارواکي په ۱۹۸۴ کال کې پوهېدلي وو، چې پاکستان د اټومي وسلو جوړولو وړتيا ترلاسه کړې ده.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستاني چارواکو د بار بار انکار سربېره امريکا داسې پټ معلومات ترلاسه کړي وو، چې پاکستان د اټومي وسلو د جوړولو بشپړ ډيزاين ترلاسه کړی او د پرمختګ په حال کې دی.

هغه وخت امريکا ځان مجبور ګاڼه، چې د پاکستان له لوري د اټومي وسلو د جوړولو د وړتيا ترلاسه کولو سربېره هم ځان غلی کړي او د شوروي يرغل پر ضد روان جهاد کې د پاکستان مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وخت  له امريکا سره دا چانس و، چې  له پاکستان سره امنيتي اړيکې ختمې کړي، خو دا وېره يې درلوده، چې د شوروي اتحاد پر ضد به د افغانانو مقاومت کمزوری شي او  په جنوبي اسيا کې به د امریکا اوږدمهالې سياسي او پوځي ګټې له ګواښونو سره مخ شي.

په يوه بل څېړنيز راپور کې دا هم راغلي، چې  هغه مهال د چين د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر ډينګ شياپنګ د امريکا د هغه وخت ولسمشر جيمې کارټر په دې قايل کړی و، چې د پاکستان له لوري د اټومي  وسلو  په جوړو سترګې پټې کړي او امريکا ته يې خبرداری ورکړی و، که داسې ونه کړي، هند، چې د شوروي اتحاد ملګری و، ټوله جنوبي اسيا به د روسيې لپاره مسخره کړي.

ډينګ شياپنګ هغه مهال دا هم ويلي و، چې په جنوبي اسيا لومړی هند د اټومي وسلو د جوړلو سيالي پيل کړه، چې  په مقابل کې يې پاکستان هم د اټومي وسلو جوړول اړتيا وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

د افغانانو د جهاد له وجی ډیری کسانو د غلامی حلقی هم له غاړو لری کړی. همدا جهاد وو چی له برکته یی د پخوانی شوروی اتحاد دړی وړی شو او د مرکزی آسیا هیوادونو یو پر بل پسی خپلی آزادی ته ورسیدل، خو لده مرغه چی افغانان په خپل منځ کی سره وجنګول شول او دا لړی لا تر اوسه روانه ده. اوس ګورو هماغه پاکستان چی زمونږ د جهاد له برکته یی اټومی وسلی ترلاسه کړه پر مونګ باندی مړنډی وهی او حتی په سپین سترګی سره زمونږه خاوری ته داخلیږی. مونږ یی د اغزن تار په وسیله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x