نړۍ

اندونیزيا کې سونامي نږدې دوه سوه کسان وژلي او له اتو سوو زيات ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د اندونيزيا چارواکو ويلي، چې د سونامي زلزلې له امله د سندا ابنايي ساحلي سيمه تر اوبو لانډې شوې، چې نږدې دوه سوه کسان يې وژلي او شاوخوا اته سوه نور يې ټپيان کړي دي.

له طبيعي پېښو سره د اندونيزيا د مبارزې ادارې ويلي، چې د سونامي زلزلې له امله سلګونه ودانۍ زيانمنې شوي دي.

چارواکي وايي، چې کراکاټو سيمه کې اتش فشان غر چاودېدلی، چې له امله يې سمندر او سيمه کې زلزله راغلې ده.

ابنايي بحيره د جاوا او سماترا ترمنځ سيمه ده، چې د هند له سمندر سره لګېدلې ده.

وروستي راپورونه وايي، چې د يکشنبې په شپه ماخستن نهه نيمې بجې  د راغلې سونامي د قربانيانو په شمېر کې زياتوالی راتلی شي.

غربي رسنۍ وايي، چې د پېښې ځای ته د مرستو رسول او معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي، تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم او تر دې مهاله يوازې ليمپنګ سيمه کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شوو انځورونو له مخې د سونامي چپو هغه سيلاني سيمې ځپلي، کوم ځای کې، چې د موسیقي کانسټرونه کېدل او ګڼ شمېر خلک به ورته راټول وو.

د اندونيزيا د سره صلیب اداره وايي، چې د سونامي له امله د دوی دفتر هم نړیدلی دی او زياتوي، چې محتاجو خلکو ته د مرستې رسولو لارې چارې يې هم پر مخ تړلي دي.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې کانټينرونه او موټر د سونامي چپو لسګونه ميټره لرې غورځولي او په سيمه کې يې د برېښنا او مخابراتي شبکو پايې هم نړولي دي.

اندونيزيا په داسې سيمه کې پروت هېواد دی، چې هلته د زلزلو، سونامي او اتش فشان غرونو د چاودېدو پېښې ډېرې کيږي.

د روان کال سپتمبر مياشت کې هم د اندونيزيا سولاويسي جزيرې کې درنې زلزلې له دوو زرو زيات کسان وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x