
بيګ باش: نبي د راشد خوارۍ په سيند لاهو کړې او سيالۍ يې وګټله
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استراليا په بيګ باش ليک سياليو کې نن د يکشنبې په ورځ د راشد خان او محمد نبي لوبډلې مخامخ شوې وې چې د نبي په مرسته يې لوبډلې د راشد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
که څه هم راشد خان د خپلی لوبډلې په ګټه په ۴ اورونو کې يوازې ۱۳ کمې منډې ورکړې او ۲ مهم لوبغاړي يې وسوځول، خو د نبي او کريسټن په زړه پورې ۹۴ منډو ملګرتيا د راشد خوارۍ عبث کړې.
په ياده سيالۍ کې محمد نبي «رئیس» په زړه پورې او سيالۍ ګټونکې ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او همدا ډول يې يوه ويکټه هم سوځولې وه، نوموړي پر راشد خان شپږيزه هم ووهله.
په ننۍ سيالۍ کې چې د استراليا په اډليډ لوبغالي کې چې تر ۳۴ زرو ډير کتونکي يې لرل، د کوربه لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او سيال لوبډلې ته يې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د ميلبورن لوبډلې لخوا ښه پېل وشو، خو راشد په يوه اور کې ۲ مهمې ويکټې واخيستې او لوبډلې ته يې د بريا هيلې ورکړې.
2⃣ wickets in 1⃣ over and @rashidkhan_19 has turned this game on its head! #BlueEnergy #BBL08 pic.twitter.com/Sj17qiqNvB
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) December 23, 2018
په دې مهال کې محمد نبي توپوهنه پېل کړه چې په څلوريزې او شپږيزې وهلو يې فشار له منځه يوړ او په پای کې يې ټاکلی هدف پنځم توپه وړاندې پوره کړ.
محمد نبي د ۲ شپږیزو او ۴ څلوريزو په مرسته په ۳۰ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ددې ترڅنګ يې يوه ويکټه هم ترلاسه کړې وه خو بدبختانه کريسټن چې ۴۹ منډې يې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
The President @MohammadNabi007 was in fine form at the Adelaide Oval.
48* with the bat, a wicket & 44 BBL Fantasy points. #BBL08 | https://t.co/yGupSeiMWc pic.twitter.com/2C8L2SuTAO
— KFC Big Bash League (@BBL) December 23, 2018
د يادونې ده چې د بيګ باش ليګ په اتم پړاو کې د راشد او نبي په ګډون مجيب هم لوبيږي چې وړمه ورځ يې ۲ په زړه پورې ويکټې ترلاسه کړې وې.