نظــر

افغانان ولې ډېر وخت ضد کوي؟

کامران ملک

کله چې د افغانستان د سياسي او اقتصادي حالاتو خبره راشي نو موږ هميشه نور ملامتوو، د هر مشکل چې موږ پکښې راګير يو پړه يې کله په ګاونډيانو او خارجيانو اچوو ، تر څه حده کيدای شي دا خبره درسته هم وي، خو تر اوسه مو پدې فکر کړی چې موږ هم څه نا څه د ملامتۍ وړ يو او که نه؟

که د روسانو د اشغال له وخت نه فکر وکړو له همغه وخته افغانان سرتمبه توب يا ضديتوب کې اخته دي.

لمړى کمونېستانو ظلمونه شروع کړل او ډيرى عام خلک يې شهيدان کړل او یواځې د مرګ او تعذيب له لارې يې غوښتل خبل مخالفين له منځه یو سي هیڅکله سره خبرو ته نه کيناستل، مجاهدينو هم د قوي مبارزې وروسته ضد شروع کړ او ډاکټر نجيب سره يې خبرو او اترو ته ځان نه چمتو کاوه، بيا د طالبانو او مجاهدينو ترمنځ داخلي جنګونو کې مجاهدين چې کله قوي ول طالبانو سره يې جوړجاړې کول نه غوښته، بيا چې طالبان قوي شول هغوۍ بيا مجاهدينو سره هيڅ جوړجاړې نه مانه.

کله چې امريکايان راغلل او د طالبانو حکومت سقوط وکړ نو د طالبانو مشرانو کرزي سره سوله کول غوښتل خو امريکايانو او حکومت د سولې پرځای د طالبانو وژلو ته لستوڼي بډوهل، کله چې طالبانو خپل جنګي مخالفت شروع کړ او قوي شول نو اوس افغان دولت ورته د سولې پيشنهاد کوي خو طالبان اوس ورسره نه غواړي خبرې وکړي.

زما ددې کوچنۍ ليکنې هدف کوم خاص ډله يا حزب نه البته عموما د افغانانو ضديت دی، موږ افغانان اکثرا د خپل ضد له امله خپلو کې جنګيږو، خپلو کې نه جوړيږو بيا خارجيان له همدې ضعف نه په استفادې زموږ هېواد اشغالوي.

که موږ ضد، حسد او ځان ځاني پريږدو او د ملت خير وغواړو او خپلو کې يوبل سره جوړ جاړی وکړو، کيدای شي وطن مو جوړ او بهرنيانو ته د مداخلې هيڅ فرصت برابر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ځکه چه پوره پوه نه لرو،ناپوه خلک ډیر زر غلامی په لومه کی نښلی.بل دا چه وږی یوو ،د یوی ګولی ډووډی لپاره خپل وطن هم خرڅوو،
خپل منځ کی افغانان یوبل ته زمریان ، بهر کی ګیدړان،بی اتفاقه،خلاصه څلویښت کاله جنګ مو مغزه خراب کړی دی،ثبوت یی دا چه،
ټوله دنیا افغانانو ته د سوله لپاره زاری خواری کوی،خو موږ سوله نه منو ،یو بل سره نه کینو.او نه سره زغمو،

الحاج استاذ بیانزی

ملک صاحب ! تاسی ډيری ښکلی لیکنی لیکی او ښه موضوعاتو ته پکی ګوته نیسی . د دی موضع په اړه چه په دی لیکنه کی مو لیکلی زه به هم درسره پره وکړم : افغانان ولی دومره ضدی یا جاهلان دی ؟ دا سمه ده چه چاپیریال په انسانانو هم اثر او تاثر لری مثلا یوه د یوی کورنی یا د یوه کلی خلګ د بلی کورنی او د بل کلی د خلکو سره څه ناڅه ورته والی لری یعنی یو له بله یی زده کړی او هماغو کړنو کی روږد شوی او روزل شوی او …. مګر اصلا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x