ټولنیزه برخه

خپل تره ته د يو وراره نصیحت (د عبرت کیسه)

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

کیسه کا: د یوه سړي “تره” ډېر بې لمانځه و. شاوخوا ۸۰ کلن و. هغه وغوښتل، چې خپل تره ته نصیحت وکړي. ور ته یې کړه:

“کاکاجانه، تا د یوه سړي کیسه اورېدلې، کوم چې په افریقا کې له زمري نه تښتېدلی و؟! هغه ور غبرګه کړه: نه، ته یې کیسه را ته وکړه. هغه ور ته کړه: کاکا جانه! راته غوږ شه. یوسړی د افریقا په یوه زړه وړونکې ځنګله کې مزل کاوه، چې په ښایسته درختو، رنګا رنګ ګلانو پوښلی و. یاد سړي یې له اوږدې سایې نه خوند اخیست. درختو پرې خپلې وزرې غوړولې تر څو یې د لمر له ګرمو وړانګو نه خوندي کړي. د بڼ د مرغانو ښایسته او موزونو اوازونو یې روحي ستړیا په بډ وهلې وه، د ښایسته ګلونو ګلورینې هوا یې ذهن ته سکون ور بښلی و.

ناڅاپه یې د ځنګله په یوه څنډه کې د یو وېروونکي درنده اواز واورېد! شیبه په شیبه یې اواز را نږدې کېده. کاکا جانه – یاد سړي، چې کله شاته وکتل، ویې لیدل، چې یو ستر زمری په ځغاسته د هغه و لور ته را روان ده! له ډېرې ولږې یې نس کښته لوېدلی دی. سړی چې پوی شو، چې هدف یې زه یم؛ په منډه یې د خلاصون هڅه وکړه، تر څو له یاد زمري نه ځان وژغوري.

کله چې زمری ښه ور نږدې شو، مخې ته يې ژور زوړ کوهی ولید، په بیړه یې، و کوهي ته د سلواغې په پوړې ځان و ځړاوه، د کوهي نیمايي ته ورسېد. ساه یې جوړه کړه، د زمري غږ هم تت شو. ناڅاپه یې د کوهي په تل کې سترګې په یوه ستر مار او لوی لړم ولږېدې! اوس په دې سوچ کې ده، چې څنګه باید ځان له زمري، مار او لړم نه، وژغورم. ناببره یې دوه موږکان – : یو تور، یو سپین – وليدل چې پورته یې د پوړي په خوړلو پیل وکړ. سړی لړزې ونیول، وېره پرې را خوره شوه، هڅه کوي، چې د پوړي په ښورولو به موږکان تيښته وکړي؛ خو بریالی نشو. د کوهي یوه بل پلو ته ځان کږوي. ناببره یې لاس په یوه لامده څېز ولګېد، که ګوري هغه د شاتو ګبینی دی، کله یې چې د شاتو خوند وڅکل، د هغوی په خوړلو یې پیل وکړ، په مزه مزه یې خوري، تېر حالت یې له خوب او خاطر نه ووت. ناڅاپه پړی پري شو! سړی لاندې وولېد، د ژوند کیسه یې پای ته ورسېده.

ورته یې کړه: کاکا جانه! یاد وګړی ته یې، هغه زمری، چې په تا پسې و؛ هغه مرګ دی. هغه کوهی، چې ته په کې وې؛ هغه قبر دی. هغه پړی، چې ته پرې تم وې؛ هغه ستا عمر دی. هغه دوه سپین او تور موږکان، شپه او ورځ دي، ستا عمر توږي.

تره ور ته کړه: شات؟

هغه ور غبرګه کړه: هغه ستا خوږه دنیا ده، چې له امله یې تا راتلونکی مرګ او حساب هېر کړي دي.

کاکاجانه! پاتې ژوند د لوی الله پاک په عبادت او پیروۍ کې تېر کړه، هغه – جل جلاله – ته توبه وباسه، هغه – جل و علا – بښونکی او مهربانه دی چې ستا توبه به قبوله او ګناهونه به دي معاف کړي.

تره په ژړغونې اواز ور ته وویل: وراره ښه وایې!

په سبا تر ټولو وړاندې یاد تره د جمات په کونج کې د الله پاک په عبادت بوخت و. وراره یې د را وتلو پر مهال د هغه لاس او مخ ښکل کړ، د هغه په الهي اطاعت یې خوښي وښووده.

الله پاک دي زمونږ زړونه د خپل عبادت لور ته کاږه کړي! که مو ولوسته امین لیکل مه هېروئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته کیسې په هکله د ویلو څه نلرم خو بله کیسه می را یاد شوه. یو لیری کلی کی کوم چا اورېدلی وه چه لمونځ پر هر مسلمان فرض دی نو کوم مسجد ته لاړ او لمونځ ئې زده او په اداینه ئې پیل وکړ. لمونځ ورته خوند ورکی او په روحی او جسمی ګټه ئې پوه شو.ددې کس د مور د لمونځ سره علاقه نه وه نو ځکه زده ئې نه ؤ نو د زړه سوِی له مخی ئې مور ته د لمانځه فضیلت بیان کړ، مور ئې هم پر ذوق راغله ،لومړی ئې د زوی څخه ابتدائي… نور لوستل »

احمد

دوست عزيز غ لُطف نموده والده صاحبه را براى كدام داكتر معالج معرفى كنيد كه هم باد ايشان در وقتش خارج شود و هم شما صاحب ثواب شويد

بسم الله

کله چه لمونځ ومنل شی ، ثواب هم کمایی کوی که د کوم دلیل له مخی ونه منل شی نه یواځی ثواب نه لری کیدی شی عذابونه یی هم کمایی کړی وی

هدایت الله

امین

غ.حضرت

بنده چه میدانم که والدۀ اقا احمد کجا تشریف دارد که من پیش داکتر معالج ببرمش.

غ.حضرت

بسم الله خانه وروره! ستاسی خبره به هم سمه وی خو دا مسئله داسی هم تبصیر کېدای شی: د فرائضو پر ځای کول د عذاب څخه د خلاصون موجب ګرځی خو د ثوابونو اکتساب د نورو جانبی موضوعاتو د تکمیل په صورت کی د ډېرښت امکان درلودای شی، مثلاً که هر څومره هغه واجبات یا ستاسی په اصطلاح فرائض د پراخی پاکۍ او نیتونو سره ملګری وی نو ثواب هم ورسره مل دی.یو مثال: د همسایه د حقوقو مراعات ( که څه هم فرض ندی خو تر فرضیاتو په کمه ندی) څو درجې لری چه تر ټولو وړوکې درجه ئې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب ، ژوندی او ګړندی اوسی ! مونږ د ټولو مبصرینو یا څیړونکو او ارزوونکو تبصری لولو ، د هر چا تبصره او لیکنه کی د هغه کس دریز او لیدلوری ځلیږی . هو، ځینی د کم معلومات او یا کومو څيړنو او پلټنو له امله وخت ناوخت یی ارزونی نیمه یا پوره ناسمه وی خو کله چه یی بل څیړونکی ورته متوجه کړی او هغه کس رشتونی محقق او حق شیناس کس وی د جهالت په ځای هغه څيړونکی ته نه بلکه حقایقو ته تسلیم شی څو ځلی زه د همداسی نیمګړتیاوو سره مخ شوی یم او… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x