نړۍ

حسني مبارک اوکورني یی په مصر کي نظربنده دي

mubarak_an_old_manنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۹) دمصر هیواد فوځي ستري شورا ی خبرور کړیدي، چي حسني مبارک اوکورني یی په مصر کي نظر بنده دي، دمصر دمسلح قواوو دستري شوری پرویب سایټ باندي خبرنشر شویدي، په خبر کي دهغو ټولو ګنګوسو او اوزو تردید شویدي کوم چي ویل کیدل حسنی مبارک له هیواده وسعودي عرب ته تښتیدلی دي.

په خبرکي ذکر شویدي چي ټولي هغه خبري بی اساسه دي کوم چي ویل کیږي حسني مبارک له مصر څخه دسعودي عرب و تبوک ښارته تللي دي، تیره شپه دمصر لوړ رتبه فوځي چارواکو پر فیس بوک باندي هم ورته خبر نشرکړی وه،په خبر کي ویل شوي چي حسني مبارک دکورني له غړو سره یوځای په مصر کي چیري نظر بنده دي،
دمصر دمسلح قواوو ستره شورای دحسني مبارک له راپرزولو څخه وروسته دهیواد دټولو عسکري او اداري چارو مسئولیت په غاړه لري، تیره میاشت په رسنیو کي ځيني داسي خبرونه نشر شوی وه چي حسني مبارک دسعودي عرب دتبوک په ښارکي تردرملني لاندي دی، په تیره دمصر وتلي ورځپاڼي الاخبار په څرګندو ټکو داخبر نشر کړي وه چي ۸۲ کلن حسنی مبارک دسرطان په ناروغي اخته دي او دسعوي عرب تبوک په ښارکي تردرملني لاندي دي، خو دمصر فوځ خبرورکړيدي، چي حسني مبارک بحرالاحمر ته څیرمه دشرم الشیخ په ښارکي چیري نظر بنده دي
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x