جنرال ميلر: تر اوسه د ځواکونو د ويستلو په اړه راته څه نه دي ويل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل):  افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت مشر جنرال اسټن سکاټ ميلر ويلي، چې تر اوسه ده ته له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه کوم فرمان نه دی رسېدلی او زياته کړې يې ده، چې امريکايي ځواکونه به د افغان عسکرو مرستو ته دوام ورکوي.

جنرال ميلر نن په جلال اباد کې د ننګرهار له والي حيات الله حيات سره د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړي دي.

د ناټو ځواکونو دغه قومندان د ننګرهار ولايت په مقام کې ملکي او پوځي چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې «تر اوسه مې د ځواکونو د ويستلو په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی او که داسې امر راته وشي، تاسې بايد ډاډه اوسئ، چې امریکا به د افغان عسکرو مرستو ته دوام ورکوي.»

جنرال ميلر دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د يوه لوړپوړي  چارواکي له خولې ليکلي و، چې ولسمشر ټرمپ له سوريې وروسته له افغانستان څخه هم د پنځوس سلنه پوځيانو په ويستلو فکر کوي.

متحده ايالات د رسمي  شمېرو له مخې په افغانستان کې څوارلس زره عسکر لري او زرګونه نور قرادادي عسکر هم شته، خو د ټولو پوځيانو کره شمېر لا هم چا ته نه دی معلوم.

د سياسي چارو کارپوه حبیب الله رفيع وايي، چې د امریکا دومره ډېرې پوځي اډې په څوارلس زرو پوځيانو نه ساتل کيږي او د هغه په وينا امريکا نه غواړي، چې د خپلو پوځيانو کره شمېر د افغانستان او نړۍ خلکو ته روښانه کړي او نه هم په افغانستان کې څوک له امريکا په دې اړه پوښتنه کولی شي.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي عسکرو د ممکنه کمېدو په اړه خپل غبرګون ښودلی، چې دې  سره به د هېواد په امنيت کوم ناوړه اغېز ونه شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا داسي شوي لکه بګيل کرکان(مړزان) چي ډير وارونه يې پر سرسر خوړلي وي او د تيښتې لاره ځني ورکه وي، دا دی يوازي ندی چي داسي سربداله دی ،مايک کرستل چي دوی به ويل دا روبوټ دی ،په آخره کي يې ټس ووتی ،پمپيو ته وايې چي زه نه په پوهيږم چي په افغانستان بايد څه وکړو او هغه وخت چي زه د ټولو قواو قومندان وم هم نه پوهيدم چي څه بايد وکړو.
دا دوی د لويو قوماندانانو خبري دي خو په افغانستان کي يو ځوان او نوی مجاهد هم پدی پوهيږي چي څه بايد وکړو