د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بيا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، مرستيال يې اوددې وزارت نور لوړ پوړي چارواکي روانه اوونۍ يو ځل بيا کابل ته راشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې شاه محمود قريشې به د سيمې څلورو هيوادونو ته د سفر په ترڅ کې روانه اوونۍ کابل ته هم سفر وکړي، خو دا نه دي ویل شوي چې نوموړی په دې سفر کې لومړی کوم هيواد ته سفر کوي.

شاه محمود قريشي چې سبا افغانستان، ايران، چين او روسيې ته خپل سفر پيلوي، موخه يې له يادو هيوادونو سره د اړيکو د پياوړتيا او د پاکستان د پاليسۍ برخه ښودل شوې ده.

اعلاميه زیاتوي چې شاه محمود قريشي به د سيمې هيوادونو ته په سفر کې له يادونو هيوادونو سره په بيلابيلو موضوعاتو او دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوی دي چې په دې سفر کې به نوموړی د افغانستان د سولې په پروسې هم خبرې وکړي.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په يوه مياشت کې دا دوهم سفر دی، نوموړي تر دې وړاندې هم شاوخوا لس ورځې مخکې افغانستان ته سفر کړی و.
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بیلکل د سوله قیمت غواړی،
کنړ،او کابل سیند اوبه، د ډیورند کرښه په سرحد بدلول اسناد کابل ته راوړی،او هغه چه امضا شی،نو سوله باندی به بیا پاکستان فکر کوی،
ایټم بم خو د افغانانو په وینو جوړ کړ،

مجاهد
میلمه
مجاهد

د ډيورند له خیالی کرشی خو غلام غنی په رسمی کرښه بدله کړه اتمر دغلامی تړون په شان د همدغه امریکا په وساطت ورسره لندن کی لاسلیک کړی د هماغه تړون له مخی یی د خاردار سیم په ودرولو یی هغه خیالی کرښه ستاسی د غنی بابا په مټ رسمی کرښه کړه