نظــر

امريکا او طالبان؛ د پېچلو خبرو کاږه پيچومي!

وحيدالله مصلح

دا ځل او په درېمه مرحله کې د طالبانو او امريکا خبرې اترې تر پخوانيو سنجيده او ځانګړې وې. په دې مرحله کې د طالبانو نظامي استازو په خبرو اترو کې ګډون درلود، د قاري يحيی او ملا متقي شموليت دغه پلاوي ته اعتبار ورکړی وو.

په خبرو اترو کې دا ځل پاکستان، سعودي او متحده عرب امارات هم راګډ شوي وو، په خبرو اترو کې د دې هېوادونو ښکېلتيا له ملاحظاتو سربېره کېدلای شي د سولې لپاره زمينه مساعده کړي، دا هېوادونه له يوې خوا له طالبانو سره روايتي اړيکي لري او له بلې خوا دوی په سيمه کې د امريکا ستراتيژيک ملګري هم دي.

امريکا ولې خبرې کوي؟

امريکا په تېرو اولسو کلونو کې بېلابېلې سټراټيژۍ تجربه کړې، خو دا ټولې تجربې د جنګي پاليسۍ په اډانه کې وې. خو اولس کاله وروسته دوی دې پايلې ته ورسېدل چې مونږ دا جنګ نه شو ګټلی او دا د امريکايي نظامي جنرالانو خپل اعترافونه دي.

ښه چې دا جنګ دوی نه شي ګټلی؛ حتماً بايد بل انتخاب ته وګرځي او دا انتخاب د خبرو اترو انتخاب دی. تر ډېره وخته خو امريکا غوښتل په افغانستان کې ځان د طرف په توګه ونه مني، سره له دې چې دوی دلته د جنګ طرف دی خو دوی په سوله او خبرو اترو کې طرف نه واقع کېدل. بالاخره دوی دا ومنله چې په خبرو اترو کې د لومړني طرف په توګه برخه واخلي او دا د روانې جګړې د پای لپاره يو لوی پرمختګ دی.

دلته يو بل فکټور هم شته، داسې هم نه ده چې په واشنټن کې ګنې د جنګ پلويان نه شته، هلته په تصميم نيوونکو کې جنګي سټراټيژيستان ښه ډېر دي، ښه بېلګه يې د دفاع وزير جنرال مېټېس دی، خو دا چې د ټرامپ خوی داسې دی چې بيړنۍ پرېکړې کوي، او نصيب د امريکا ولسمشر کړی، له هغه نه دا توقع بېخي لرې نه ده، چې د دې جنګ د بس کولو په اړه بيړنۍ پرېکړه وکړي او د دې يو لوی عامل دا هم دی چې نوموړي ته د امريکا اقتصاد تر هر څه لومړيتوب لري. ټرامپ درګرده لګيا دی د امريکا هغه مصارف چې په بهر کې يې په نظامي بوختياو لګوي راکموي. په دغه سناريو کې امريکا نور دا ستړي جنګونه ککړ پرېږدي او خپل ځان له اقتصادي ګړنګه ژغوري.

دايمي اډې او ترهګري؛ مرکزي موضوعګانې!

د خبرو اترو له دغه درې ورځنيو بحثونو داسې برېښي چې بحثونه ډېر اوږده، سنجيده او د چنو وو. درې مسايلو په اړه بحث ډېر څرګند وو، په افغانستان کې د امريکا حضور، اوربند او دا چې افغانستان به بيا ځل د ترهګرۍ ځاله نه ګرځي.
امريکا ښايي خورا چنې ووهي او په ډېره لوړه او پېچلې ډيپلماسۍ کې د دې هڅه وکړي، چې پر طالب لوري دلته لږ تر لږه يوه نظامي اډه ومني. ظاهراً د امريکا ځانګړی مرکچي زلمی خليلزاد داسې ښکاروي، چې امريکا په افغانستان کې د دايمي نظامي اډو په لټه کې نه ده. خو که امريکا لپاره دلته دايمي شتون په زړه پورې نه وي نو دا دومره لويه جګړه ولې؟ او په خبرو اترو کې د امريکايانو پر نظامي حضور ولې بحث کېږي؟

د خليلزاد د دايمي اډو يوه مانا دا هم ده چې هغوی نورو هېوادونو کې تر نيمې پېړۍ ډېر پاتې شوي خو يوې اډې ته يې هم د دايمي اډې نوم نه دی ورکړی، که امريکايان دلته پاتېږي نو هغوی به دلته هم د دايمي اډو په نوم پاتې نه شي.
داسې ښکاري چې طالبان د نظامي اډو له انتخاب سره له اساسه جوړ نه دی، که طالبان نظامي اډه ورسره مني نو د خپلې تېرې اولس کلنې جګړې منطق به بيا ردوي. خو که د تحليل هغه خوا چې دا جنګ نه امريکا ګټلی شي او نه طالبان او دا چې خليلزاد وايي، طالبانو ورته په خبرو اترو کې وويل چې دوی دا جنګ نه شي ګټلی نو بيا کېدای شي، چې د اډو د نوم په بدلولو، کيفيت، کنټرول او نورو تخنيکي تغيراتو سره کوم مناسب حالت ورته ولټوي.

کېدای شي امريکا په رسمي ډول د دې جګړې د پای اعلان وکړي، خپل نظامي عمليات او بريدونه رسماً ختم کړي، او دا چې طالبان ځانونه د يو تحريک له سطحې پورته، اسلامي امارت بولي نو کولای شي چې له امريکايانو سره د اډو يا اډې په اړه هوکړه وکړي. خو دا چې تر دې دمه طالبانو په دې اړه رسمي موقف د انکار او رد دی؛ نو دغسې يو تحليل بيا هم لويې سواليې لري.

دا چې افغانستان به په راتلونکي کې د ترهګرۍ ځاله نه وي، دا موضوع د امريکايي لوري له خوا راپورته شوې موضوع وه. د شوروي پر ضد هغه سرتيري چې له عربي منطقې راټول شول او هغه مهال د امريکا په شمول ټول غربي وجود ورته د ازادۍ جنګيالي ويل، د طالبانو په مرحله کې يو دم ترهګر شول. او دا ترهګري د همغه غرب د جنګي جنون په وړاندې د مسلمانو ملتونو د يو شمېر ځوانانو د جذبو غبرګون وو. په هر صورت دا چې ترهګري به په راتلونکي کې امريکا ته خطر نه پېښوي، داسې ښکاري چې پر همدې موضوع بحث امريکايي لوري ته قناعت ورکوونکی وو.

پر خبرو اترو راګډ شوی پاکستان!

له خبرو اترو څو ورځې مخکې او په جريان کې يې د پاکستان صدراعظم عمران خان وويل چې پاکستان د ابوظبي خبرو اترو په شوونتيا کې مرسته کړې، ويل کېږي چې د خان اشاره د طالبانو په پلاوي کې د طالبانو د نظامي ليکو د مشرانو برخه اخېستنې ته وه.

کله چې خبرې اترې پای ته ورسېدې، زلمی خليلزاد نېغ اسلام اباد ته لاړ او په اسلام اباد کې يې د پاکستان له لوی درستيز جنرال باجوه سره کاته وکړه، دلته څو خبرې داسې دي چې پوښتنې زيږوي، خليلزاد د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی مرکچي او استازی دی، هغه د ملکي حکومت پر ځای ولې د پاکستان نظامي مشرتابه سره ګوري، د پاکستان د نظامي مرکز اړيکې له دې خبرو اترو سره څه دي؟

خليلزاد بيا وروسته په کابل کې اريانا نيوز ته په مرکه کې دا هم وويل، چې دی د سولې په اړه د طالبانو جديت باندې شکمن دی، دغسې څرګندونې او د پاکستان له جنرال باجوه سره هغسې بيړنۍ کتنه د دې غمازي کوي چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ باورونه پاخه شوي نه دي، او شکونه لا هم د دغه خبرو راتلونکی ګواښي.

د خبرو اترو په لړۍ کې د پاکستان شتون ته يو شمېر منتقدين په دې نظر ګوري، چې ګنې هغوی به په افغانستان کې د سټراتيژيک عمق زوړ سياست بيا په نويو محورونو تازه کړي او خپلو ګټو ته به د خبرو اترو په دغسې مجالونو کې سخته لابي وکړي. داسې ويل کېږي چې له افغانستان سره د پاکستان د همېشنۍ دښمنۍ ټسونه به د خبرو اترو په دې سلسله کې غځونې وکړي او دا په داسې حال کې چې د پاکستان مقابل مد افغان حکومت د خپلو ګټو د دفاع او لابي لپاره د خبرو اترو په جريان کې وجود نه لري.

خبرې اترې او د ارګ پلاوی!

د خبرو اترو د جريان په پيلامه کې له افغانستان څخه د امنيت شورا مشاور حمدالله محب او پلاوی یې او همداراز د افغان حکومت له خوا د سولې مذاکراتي هيئت ابوظبۍ ته ولاړ، دا چې نوموړی هيئت په کوم باور هلته تللی وو دا پوښتنه بايد حکومتي لوری ځواب کړي، خو دا چې طالبانو له دوی سره له کتلو رټ انکار وکړ او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هره ورځ له افغان پلاوي سره له کتلو د انکار ټويټونه کول؛ نو په نهايت کې افغان پلاوی پرته له کتنې کابل ته راستون شو.

يو تصور دا دی، چې د خبرو اترو دې مرحلې کې دا باور موجود وو چې د طالبانو او امريکا تر منځ به لوی امنيتي تصميمونه نهايي او د بهرنيانو د حضور په اړه به د جانبينو توافق څرګند شي نو بيا به د افغانانو د داخلي او سياسي کچو خبرو ته افغان حکومت هم ورشريک شي. خو دا چې د خبرو اترو په دغه مرحله کې کوم څرګند امنيتي تصميم نهايي نه شو نو د طالبانو او حکومت د کتنې احتمال هم ورسره بلې مرحلې ته وځنډېد.

په دې اړه حکومت ته حيثيتي زيان بايد و ارزول شي، پر حکومتي لوري دا نيوکې شته چې هغوی ولې داسې لنډه منډه وکړه، هغوی ښه پوهېدل چې طالبان په دغه مرحله کې له افغان حکومت سره نه ويني، نو بيا يې ولې خپل حيثيت په خپله راټيټ کړ؟ که دوی ته د کتنې په پار باور ورکول شوی وو نو بايد هغه لوري تنقيد کړي چې دوی يې د يوه حکومت په سطحه دغسې يوې ښکته سطحې ته راکوز کړل.

د محب او خليلزاد نظرونه!

د خبرو اترو له مرکزه داسې خبرونو رويټرز ته درز وکړ، چې ګنې د طالبانو او امريکايانو تر منځ پر موقت حکومت بحث شوی او دا چې د موقت حکومت لپاره به مشر هم طالبان پيشنهادوي، دغه د موقت حکومت پيشنهاد ته همغه وخت د حکومت ډېرو فېسبوک چلوونکو توند غبرګونونه وښودل، له دې برېښېدل چې حکومت له دې طرحې سره سخت مخالف دی. دا چې که پر موقت حکومت د سولې زمينه برابرېږي نو ولې ورسره دومره توند مخالفت وشي؟ ايا موقت حکومت په دې معنا دی چې ګنې دلته به ټول بنسټونه بربادېږي او جوړښتونه به شړېږي؟ نو چې داسې نه ده نو بيا ولې له دغسې يوې طرحې سره مخالفت کېږي؟ خو له دې پوښتنو ور اخوا طالبانو او خپله خليلزاد هم په خبرو اترو کې د دغسې يو بحث شتون رد کړ.

کله چې د خبرو اترو پر سبا خليلزاد په ارګ کې ولسمشر او اجرائيه رئيس ته د خبرو اترو معلومات ورکول، په دغه وخت کې ډاکټر حمدالله محب څه داسې ټويټونه او فېسبوکي پسټونه وکړل، چې ترې د ارګ او خليلزاد تر منځ د نظرونو جدي اختلاف څرګندېده. حمد الله محب په ډېر واضح ډول د حکومت د بڼې، اساسي قانون، تېرو اولسو کلونو لاسته راوړنو او دا چې د افغانستان په اړه پرېکړې د افغانانو او افغان حکومت مشرتابه پورې اړه لري او هيڅ بهرنی هېواد د افغانستان په نيابت پرېکړه نه شي کولی؛ دغسې څرګندونې د ابوظبۍ د خبرو اترو معلوماتو ته د ارګ جدي غبرګون وو. له دې غبرګونه داسې برېښېدل؛ هغه معلومات چې د خبرو اترو له دايرې رويټرز ته ايله شوي وو، هغه واقعاً په ابوظبۍ کې بحث شوي وو، ځکه خو کله چې خليلزاد د افغان حکومت مشرتابه ته معلومات ورکول په تعقيب يې د محب عکس العملونه مخې ته راغلل.

سره له دې چې د محب غبرګون د يوه ملي او خپلواک حکومت له غوښتنو او شان سره سم وو، خو دا پوښتنه وارده ده چې که د افغانستان پر سرنوشت امريکا له طالبانو سره توافق کوي ايا افغان حکومت د موثر اقدام کوم انتخاب لري؟ ايا حکومت د اړيکو هغه توازن او تاوده ساتلي کوم چې د حامد کرزي پر مهال له روسيې او چين سره ايجاد شوي وو؟ افغان حکومت په دغه مورد کې سخت تش لاس دی، سخت متکي دی او فقط د امريکا ښورېدل دغه تکيه غورځوي.

د امريکايي عسکرو کمولو اغېزې!

د خبرو اترو د دې مرحلې تر پای ته رسېدو او د ارګ د غير معمول غبرګون نه وروسته امريکايي رسنيو راپورونه خواره کړل چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځونو پر ويستلو غور کوي، او ورسره سم د امريکا دفاع وزير جنرال ميټيس هم استعفا ورکړه، نوموړی جنرال او ډېر نور جنرالان داسې دي چې په افغانستان او سوريه کې د امريکا د نظامي حضور او جګړې پلويان دي، دا چې ټرامپ له سوريې د بشپړې انخلا پرېکړه وکړه او له افغانستان څخه يې هم د وتلو په پار له پنټاګونه بېلا بېل انتخابونه وغوښتل او په خوا کې يې پرېکړه وکړه چې تر راروان دوبي به خپل نيمايي ۷۰۰۰ پوځونه له افغانستان باسي، داسې ويل کېږي چې دوی له يوې خوا طالبانو ته شنه څراغونه ورکړل، طالبان به د خبرو اترو په راروانو مرحلو کې دغې پرېکړې ته د باور په سترګه وګوري او له بلې خوا د سپينې ماڼۍ دغه پرېکړه د خبرو اترو پر روان بهير د ارګ او افغان حکومت د شريکانو نيوکو او خنډ جوړونو ته هم يو لوی پيغام دی، کېدای شي افغان حکومت تر دې وروسته له امريکا سره په احتياط او انعطاف مخ ته ولاړ شي.

که طالبان او حکومت خبرې ونه کړي؟

په افغان حکومت کې له تېرو اولسو کلونو د افغانستان په کچه يو د پام وړ ظرفيت وده کړې او راټول دی، دلته د نجيب د حکومت تر سقوط وروسته د ويجاړ او وران افغانستان ځای نوي دولتي بنسټونو رغولی، ملي نظامي بنسټونه رامنځته شوي، ملکي ادارې او وزارتونه رامنځته شوي، خصوصي سکټورونو وده کړې او د ژوند په هره برخه کې نوي پرمختګونه رامنځته شوي. افغانان هيڅکله دا توقع نه لري چې دغه ټولې پرمختياوې دې يو ځل بيا لکه د کابل د نوييمو لسيزو د جنګ خوراک شي.

نو ځکه د امريکا او طالبانو هغه امنيتي او نور تصميمونه بايد زر تر زره ونيول شي، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو پلمې له منځه وړي. طالبان بايد د عامو افغانانو تلوسه په پام کې ونيسي، عام افغانان د طالبانو او افغان حکومت خبرو اترو ته شېبې شماري.

که طالبان تر پايه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي، دا بيا همدا معنا ورکوي چې دلته به دغه لوی جنګ تر پايه ادامه ومومي، داسې موافقه به افغان ملت ته هيڅ ګټه ونه لري چې يوازې د امريکا او طالبانو تر منځ وي، کېدای شي امريکايان دېته اماده شي چې له افغانستانه ووځي، خو تر شا به يو متکي افغان حکومت پرېږدي، دغه حکومت به لکه د نجيب د حکومت په څېر له بهر نه نظامي مرستې اخلي او دا جنګ به د حکومت او طالبانو تر منځ ډېر وران مخ ته ولاړ شي، بيا به په دغسې سناريو کې بهرنيان نه وي خو جنګ به وي، د دې جنګ قربانيان به بيا هم ټول افغانان وي، بهرنيان به يوازې زمونږ د جنګولو په شر کې خپل خيرونه ټولوي.

نو د دغسې يوې سناريو د مخنيوي په خاطر بايد طالبان او افغان حکومت دواړه د ملت او اسلام د خير لپاره تنازلات ولري، دواړه لوري بايد د سل فيصده غوښتنو پر ځای د تدريجي پرمختياو او په مشترکو ټکو د راټولېدو له لارې مخته ولاړ شي.

وحیدالله مصلح

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x