څوک د ملت ريښتوني نماينده ګان دي ؟

سلام سائح

د افغانستان په کشاله کې د ښکېلو لورو څخه هر يو يې د افغانانو د نماينده ګي دعوا لري، خو دا چې څوک د افغان ملت ريښتوني نماينده ګان دي ، د دې پوښتنې ځواب هغه مهال پيدا کولای شو کله چې د ملت د نماينده ګي تعريف او معيارونه راته جوت او معلوم شي.

د يو ملت ريښتوني نماينده ګان هغه څوک دي چې د دغه ملت د ديني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خپل ملت د حقوقو د ساتنې او لاسته راوړنې لپاره په اخلاص او صداقت په سر او مال مبارزه کوي.

څوک چې ځان د يو ملت نماينده معرفي کوي هغه بايد له دغه ملت څخه وي، په ديني ارزښتونو يې پوره باور ولري، ملي ارزښتونو ته يې په درنښت قايل وي، په خپلو ژمنو کې له خپل ملت سره ريښتونی وي، د ملت ګټې له خپلو ځاني ګټو څخه وړاندې وګڼي ، که واک او ځواک په لاس ورشي هم د خپل ملت حقوق ورته محترم وي او که واک او ځواک ونلري بيا هم د خپل ملت حقوق ورته محترم وي، له پرديو يرغلګرو سره ملتيا ملي خيانت وګڼي، توجيه يې نکړي ، ملت ته ريښتيا ووايي ، د تير ايستلو هڅې يې ونکړي او له ملت سره يې چې د هر چا له لوري جفا کيږي، د خپلو ګوندي، مادي او سياسي ګټو په خاطر پرې غلی پاتې نشي.

راځئ! اوس قضاوت وکړو چې په طالبانو پورتنی تعريف صادق کيږي او د ذکر شوو معيارونو په تول پوره دي او که د کابل ګډ حکومت او په حکومت کې دننه او بهر د کابل د نظام پلويان ؟!

طالبان د امريکايانو په وړاندې چې زموږ خاوره يې اشغال کړې ده جنګيږي ، کوم ظلم او وحشت چې په افغانانو د امريکايانو له لوري ترسره کيږي ، طالبان يې هم غندي ، هم يې د کسات اخيستلو ژمنه کوي او هم يې کسات اخلي، په هيواد کې سوچه اسلامي شرعي نظام غواړي، د افغانانو په تاريخ ، ملي ارزښتونو او اصيل افغاني فرهنګ وياړي، پرې شرميږي نه ، د خپل حکومت په دور کې يې نه د چا ځمکه غصب کړه او نه يې په حکومت کې اداري فساد ؤ، نه يې ډيورنډ په يو شکل ومانه او نه يې ګاونډيان يوه لويشت خپلې خاورې ته راپريښودل سره له دې چې د نړيوالو په اقتصادي محاصره کې ؤ او ډير مجبوريتونه يې درلودل.

د نړۍ د څو مسلمانانو په سر يې چې نه يې غوښتل د شرعي محکمې له حکم څخه بغير يې په مقابل کې د امريکايانو په غوښتنه اقدام وکړي ، خپل حکومت د سپيلني په څير نذرانه کړ.

خو بلې خواته بيا د کابل اوسنی نظام د امريکايانو په لاس د افغانستان له اشغال څخه وروسته د امريکايانو له فرمايش سره سم منځته راغی، په همغه پيل کې يې له امريکايانو سره داسې تړون وکړ چې که عسکر يې په افغانستان کې هر ډول جنايات ترسره کړي تر قضايي تعقيب لاندې به نه نيول کيږي، ځواکونه يې شپه او ورځ له امريکايي پوځيانو سره يو ځای د خلکو په کورونو چاپې وهي او دا لړۍ د هرې ورځې په تيريدو سختوي او کله چې له امريکايانو څخه پوښتنه وشي چې تاسو ولې د افغانانو په کورونو چاپې وهئ ؟ او بې ګناه ملکي افغانان قتل عام کوئ ؟ د دوی ځواب دا وي چې دا هر څه موږ د کابل د حکومت په غوښتنه ترسره کوو د کابل حکومت يو قانوني حکومت دی.

په بمبارونو کې چې څومره ملکيان قتل عام کيږي کابل حکومت يې په اړه خاموشي اختيار کړې، غندل خو يې پريږده ، بيخي مني يې لا نه، کوم اسناد او شواهد چې خپريږي هغه جعلي ګڼي، رسنيو يې هم خولو ته قلف اچولی، په شپنيو چاپو او د بېګناه افغانانو په قتل عام سترګې پټوي او په اړه يې آن له واقعيتونو سره په ډيره کمه فيصدي برابره خبره هم نکوي.

څوک چې په اشغالګرو د بريد نيت ولري د کابل حکومت عسکر يې په وړاندې دريږي، پخپله له خپل ژوند څخه تيريږي خو امريکايانو ته څوک نه ورپريږدي، امريکايان چې له يو ځای څخه بل ځای ته ځي دوی مخته او وروسته ترې روان وي. د کابل حکومت له امريکايانو سره د افغانستان د خرڅلاو تړون چې د ملت اکثريت پرې ناخوښ ؤ د امنيتي تړون په نامه امضاء کړ. د کابل د حکومت طرز ديموکراتيک او ديموکراسي له اسلام څخه عملاً ورته مقدمه ده، لويديځ شړيدلی تمدن او تهذيب پرمختيا بولي، ولې په ښکاره بيا په اصيل افغاني فرهنګ ملنډې وهي.

نو پورته حقايقو ته په کتو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې د افغانستان په کشاله کې له ښکيلو لورو څخه کوم يو يې د افغانانو ريښتونی نماينده دی؟!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د