!دیمو کراسي د حل لاره نده

سمیع الدين افغاني

!درنو لوستنکو

دیموکراسی ، ازاد بازار ، دبیان ازادی او د هغو تاثیرات زمونږ د هیواد په اوسنی جنګ زپلی حالاتو کی دحل لاره نده٠

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده زمونږ لرغونی هیواد افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او پدغه تاریخي ادوارو کې پدغه جغرافیوي موقعت کې مختلف پړاونه تیرشوي او ځانله کارنامې لري. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوریو مرکز او کــــله بیــــا د نور د تجــــاوزونود اخ او ډب میدان ګرځیدلای دی٠

د چنګیز او هلاکو نه راواخله بیا د وخــــت د انګلیسی استعمارګرو اشغال او همدارنګه د همسایه هیوادونو دمستقیم اوغیر مستقیمو لاس وهنې زمونږ د هیواد تیر او معاصره تاریخونه ددې پیښو شاهد او دا ترخه واقعیتونه په خپل ژوندي یاد کې لرلي دي. ٠

تاریخ دا جوته کړې چې د افغانستان خلکو د ډیرو مادي او معنوي ستونزو ترڅنګ د ازادي خواهي ارادې لرونکې او په وطن مین خلک دي او پــــدې لاره کې هرقسم سرښندنوته تیار او په مختلفو تاریخي پړاونو کې دهر ډول تیریو په مقابل کې مقــــاومت کـــړی او د پردو استعمارګرو سیاستو نوپه په مقابل کې تاریخي بریاوې اوا فتخارات تر لاسه کړیدي ٠

خو دا باید په ګوته کړو هغه مظالم چې د یویشتـــمې پیړ ۍ په اواخرو کې زمونږ په وطنو ا لو تیر شول دا هغه درد ناکې پیښې دي چې زمونږ خلک یې د ډیرو کړاونو ، محر ومیتونو او نابودیو سره مخامخ کړل ، داوطن یې وران او زمونږ وطنوال یې شهیدان اود خپلو کلو، باڼډو اوښارونو څخه اجباري مهاجرتونو ته اړ باستل ٠

په معا صره تاریخي مرحلو کې زمونږ خلک څه د چپو ایدلوژی ګانو او څه د راستو یا غیر کنترول شوې سرمایه داري نظام او څه بیا په اصطلاح د غــــیر تعریف شــــوو دیموکراتیکو نظریاتو!؟ او مفکورو؟! قرباني شول او دا لــړ ۍ دوام لــــري دا چې دا لوبې بــــه څومره نور دوام وکړي چاته پته نشته او داسې ښکاري چې دهیچا سر پرې نه خلاصیـږي٠

د یو اټکل په محاسبه او اند زمونږ په ټولنه کې صرف پــــنځه په سلو کې خلک د لیکوو او لوستلو له بهرې څخه برخورداره دي اما سره له دې هم په د څو لسیزو کې د خلکو سیاسي سواد ډیر لوړ شوی. په دې توګه ویلای شو چې د افغانستان ٩٥ فیصده د لیـــکلو او لوستلو د نعمت نه محروم پاته کــــړ ل شوي دي او مطــــلق اکثریت پــــه فقر ، بې عدالتۍ او محــرومیتونو کې ژوند تیروي.

پوښتنه پیدا کیږي چې په پداسې زپل شوي هیواد کې د راستې ، چپې ، د یموکراسی یا آزاد بازار به د خلکو په زخمونو کومه پټی ولګوي؟

معلومه خبره ده چې ټول سیاسي حرکتونه د اوضــــاع د مشخصو تحلیلو پــر بنیاد مینځ ته راغلي دي. مونږ ټولو هغه نظریاتو ته چې په هغه کې د بشري ټولــــنې دخیر اهــــداف نغښتې وي د قدر په سترګو ګــــورو خو د شک خبره داده چې ددغه اندیښنو په بهانه یو شمیر مــــفسدو انسانانو خپلو ګټو او منافعو لپاره د ددغه شعارونه نه استفادې وکړې چې چا د چپ تر نامه نور هیوادونه اشغال او یو شمیر خدا ناترسه ددین تر نامه خپل ځانونه بډای او چابیا د دیموکراسی تر نامه زمونږ وطن دخاورې سره خاورې کړ٠

که اصلي مطلب ته راشو او د هیواد تاریخي جریاناتو ته په دقیقه توګه ځیر شو دا به راته څرګنده شي چې اکثره هغه ا یدلوژی ، سیستمونه او نظریات زمونږ دخلکو د روحیې سره برابر نه وه او یا هم ددی ایدلوژی ګانو ځینې برخې چې د کار اخیستلو وې اودي په نیمه او غیر دقیقه توګه عملي شوي چې صرف او صرف حاکمیتنو ور ځینې ګټې پورته کـــړي. زمونږ د خلکو دردو نه یې نه تنها مداوا نکړل بلکې هغوی ته یې بد بختی او مشکلات په برخه کړل٠

ښه به داوی چې دتیروڅخه عبرت واخلو او ټول تیر شوي واقعتونو ته په خلاصو سترګو وګورواو تر دې زیات غفلت به نورهم د دې خلکو سره جفا وي ٠

د افغانستان په شرایتو کې ازاد بازاریــا د خصوصي سکتور تقویه صرف دډیرو محدودو هیواد والو په ګټه دی کوم چې په کافي اندازه اقتصادي امکانات لري ، راځی چې دوطن ټولو خلکو ته کوم چې په کلونو کلونو د حد اقل انساني ژونـد څخه بې بهرې پاته او تپل شوو جګړو هرڅه ترینه تالا کړي د هغوی د ژوند د ښه کیدو لپاره علمـــي او بنسټیزې لارې پــیدا او عملي ګامونه اوچت کړو ٠

په افغانستان کې د غیر کنترول شوې دیموکراسي او دبیان د بــې مسؤلیته آزادي څخه یو تعد اد خرڅ شوو ناجایزه ګټه پــــورته کړه او کوي یـــې. زمونږ تاریخي افتخاراتو ته یې په سپکه وکتل او ګوري، زمونږ قومونه یې تو هین او د پردو په اشاره په وطن کې د نفاق تخم کرلي او په ډیر مهارت او رندي دا ملک د تجزیې په لورسوق چــــې ټول دا اعمال د آزادي د بیان او دیمــــوکراسی ترنامه لاندی تر سره کوي. که قانون د افغانستان وحــــدت تضمینوي نــو بیا ولی ددې کار متخلفینو سره قانوني چلند نه کیږي؟

مطلب د بیان د ازادي نه دا نه دی چې خپلو خلکو او ولسونو ته په سپکه وکتل شي یا په وطن کې د بې باوریو د مینځ ته راوړلو لپاره په رادیو ، تلویــزونونو او ورځ پانو کې تحریکونکي تبلیغات وشي ، ښه به دا وي چې ددی ازادی نه په استفاده د وطن اود خلکو منافع په نظر کې ونیول شي او هغوی چې ددی اصولـــو نه انحراف کوي ور سره قانونــــي چلند وشي پــــدې برخه کې دوطن د بچو مسولیت دی چې دداسې افرادو په افشاء کې فعاله ونډه واخلي او خپل رسالت په لازمه توګه تر سره کړي٠

اوس په افغانستان کې د بیان د ازادی تر نامه مود ګرځیدلی، ددی لپاره چې میدیا بالخوصوص د سیاسي پارتیو نشریې او یا خصوصی تلویزنونه خپل لیدونکی زیات کړي لمړی د دولت په کوم موهم چارواکي په مستقیم توهین پیل او بیا مستقیما په یو قوم یــــا ژبی تعرض کوي او که ورته وویل شی چې وروره دا دوطن ملی وحدت ته نقص دی ، دا په وطن کې بې باوري مینځ ته راولی، په هر قوم کې ښه او بدشته ، ژبه دافهام تفهیم وسیله ده ،مونږ باید دانسانانو نیتونو ته وګورو نه د هغوی ژبې رنګ او قوم ،مونږ باید دبیان د ازادی په لرلو سره دکلام عفت په نظر کې ونیسو ، بس په جو اب کې درته وايي دا دبیان د ازادی موقه ده او زه واقعت وایـــم اوس نو دا ثابتول چې څوک رښتیا وایي او څوک غلت دی ، دې ته د یوې قــــوي عــــدلي ا ورګان حــکم پکاردی چې سپیناوی وکړي غیر له هغه په داسې سپین سترګی خپـل شوم اهداف غواړي پدې ملک کې پیاده کړی چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی ٠

زما مطلب دا نه دی چې د کوم مشخص شخص یا ګروپ نه دفاع وکړم خو که هرڅوک د ازادی د بیان تر نامه دپردو په اشاره نــــورو قومونو ، ژبــــو او د وطن تاریخي افتخاراتو ته سپکاوی کوي دا به دهیوادا و خلکو په ګټه نه بلکه پدې هیواد کې به د بې بــــاوریو لړی نور هم زیاته کړي چې دا خپله ستره جفاده دوطن د ملی یووالی پروسی سره ٠

که څه هم دیموکراسي ښکلــــی مفهوم یا تــــعریف لري خــــو په افغانستان کې پــدې عملي نده چې
اوس هــــم د هیواد پــــه اکثرو ځایونو کې د ټوپک قــــانون حــــاکم دی د دې خلکو نه جګرو هرڅه واخستل اوس داسې یو عاطفوي مرحلې تـــه ضرورت دی تر څو دا خلک د بـــدبختیو څخه خلاص کړای شي ځکه چې ازاد بازار د محدودو خلکو او د سرمایې خاوندانو په ګټه دی نه دافغانستان د ټولو خلکو او ولسونو په ګټه ٠

پدې هیواد کــــې داسې یو سیستم ته ضرورت دی کــــوم چې عملي بڼه ولري ، په وطن کې د جګړې مخه ونیسي ، خلکو ته مو دسالــــمو مصریفتو او شغل زمــــینه برابره شي ،دخلکو دتعلیم او پوهې سطحې لوړولو لپارعملي ګامونه اوچت کړای شي،د ټوپک پرځای د قلم حاکمیت را مینخ ته شي ٠

که مونږ وکولای شو په اوسنۍ مو قه کې د افغانانو د تفاهم لپاره لارې چارې و لټوو او داد مختلفو لارو او نظریو خاوندان د یو واحدې نظریــــې او احساس پربنامتحد کړو ، هغه کونډو ، یتیمانو او بې روزګاره خلکو ته د ژوند شرایط برابر کــړو کوم چې هرڅه یې له لاسه ورکړي دا به ستر موفقیت او لوی خدمت وي په اوسنی فرصت کې زمونږ د هیواد والو دژوند دښه کیدوپه برخه کې ٠

دیموکراسی او ازاد بازار په اوسنی حالت کی په هیواد کی د مشکلاتو د حل لار نه بلکه د یمو کراسی ته درسیدولپاره په افغانستان کی دیوی بلی مینځ لاری مرحلی د تیریدو ضرورت دی٠

راځی چې د اوسنی مشکلاتو په نظر کې نیولــــو سره داسې افغاني ډوله نظام او سیستم لپاره کار وکړو چې زمونږ په هیواد کې د تدبیق او عملی کیدو امکان ولري٠

زمونږ خلک د ډیر مظالمو سره مواجه کړل شــــویدي ،پدې وطن کــــې د بنیادي پروژو دجوړولوله لپاره باید کار وشي ، پدې ملک کې هر څه شته ، دلته دځمکو د خړوبیدلو امکانات ډیر دي ،دلته د برښنا دتولید لپاره کافي زمینه برابره ده ،

دلته نفت ،ګاز د او نورو قیمتي ذخایر شته چې که چیرې دخــلکو د سوکالی لپار ه عملي اقدامات تر سره شي د وطن ټولو ولسونو ته د کار او فعلیــــت زمینه بـــرابــــره او د حــــلالې روزي د پیداکولو امکانات برابروي دا به هغه د حل لار وي ترڅو دمحرومیتونو ولګې او بی کاری لمن به زمونږ د وطن څخه ټوله او واقعی دیموکراسي یا اجتماعي عدالت ته زمینه برابره شي ٠

ومن الله التوفیق
———————–
سمیع الدین افغاني

تبصرې (6)

  • په قلم مو برکت شه ، د دې ټولو د عملي کیدو لپاره مو پکار داده چې پښتانه له هرډول تربگلويو لاس واخلي او دا چې ځان ته څا کيني او د پردو خدمت کې خپل ځان ستړى کوي هغه هم هاغه پردي چې مطلق په فساد، او جرمونو اخته دي او د لحاظ او خاطره ناوړه گټه پورته کوي نو بايد د هېواد د غاړې غړوندى مسوليت لکه د لمونځ فرض وگڼي او ايديولوژيو ته لاعقل په موقته توگه د پاى ټکى کېږدي او لومړى دې د مفسدو حسابداري پيل کړي د هېواد لپاره دې لاسونه سره يو کړي او سرې کرښې دې ټولو سياستوالو او مطبوعاتو ته ورښکاره کړي همدې سره نورو اړينو کارونو باندې دې لاس پورې کړي شاؤخوا ټول خبرناخبر متقده نا متقده پښتانه سياستوال دې له نړۍ او شاؤخوا افغانستان څخه په يوه ټغر راټول کړي او دا بايد ټول ومني چې هېواد لومړى، امن لومړى، تنظيمات په گډه دوهم، يو د بل تايد حتمي او پردي ته د تبر لاستى لنډول وخت نه ورکول دغسې کار سمېداى شي.

  • زمانظر دافغانستان په جوړیدو کی:-
    دخومینی له تجربوزماپه فکرکه طالبان استفاده وکړی ډیربه ښه وی د ملک په ټولوولایاتوکی دعالمانواوپوهانوکمیټی جوړی کړی نه داسی پوهان چه ږیره اولنګوټه نلرل ګناه بولی حال داچه داپه دین هیڅ اړه نلری نورنونه دعلم له اهمیته خبروی نه له سیاسته چه ددنیاسره څه روش پکاردۍ، زموږپاور ددښمن په مقابل کی څونه دۍ اوڅنګه کولای سوچه خپل پاور اوپوهه زیاته کوآیاقرآنکریم موږته پدی باره کی هدایت کړۍ دۍ موږباید پرهغوکتابوعمل ونکو چه کادیا نیا نوا ووهابیانو دقرآنکریم دمخنیوی دپاره په موږکی په چم اوفریب تقسیم کړی دی بیا۱۸کاله دجنګ په سرولمبوکی ملک تباه اوبرباد کو مفسدین باید محاکمه اودملکه لکه ایران وشړو ،ددی کمیټوترنظارت لاند انتخابات وکو لادینه خودفرست دنیافرستانوته په انتخاباتوکی ددریداجازه ورنکو دتیروغلاوواحتصاب وکو په ملیاردوډالردملک غلوپه خپلواکونټوکی په خارج کی جمع کړی دی،حطمی بایدځنی ټول اودوی مجازات سی،که صحیح اوایمانداره وطن فرسته دخپلو یتیمانو اوکونډو غمخورحکومت جوړسی افغانستان دهستیوډ ک ملک دۍ دهیڅ چا کومک ته ضرورت نلری پدی شرط چه پرقرآنکریم عمل وسی یماند ره اوخدای پرسته کمیټی جوړی سی دخپلوپوهانودفکروپه غور استفاده وسی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  • كه مونژ دا ومنو چي مونژ تر خپل خالق الله(ج) او د هغه تر رسول محمد مصطفى(ص) نعوذبالله هوشيار او پوه يو نو خود به ديمو كراسي منو او كه دا ومنو چي زمونژ خالق او رسول يى تو مونژ پوه دي نو بايد چي اسلامي نظام او د الله(ج) احكام ومنو

  • افغانی صاحب ! د دموکراسی په نوم شیطانی او دجالی نظام په اړه ستاسی څه ناڅه یادونی د منلو وړ مګر بسنه نه کوی یعنی په دی اړه ډيری زیاتی دی کتابونه او کتابخانی پری ډکی دی چه د دموکراسی له مخ د شیطانت نقاب لیری او د دجالی نظام اصلی مخ مظلوم بشریت ته بربنډ او په ډاګه شی.
    بیا هم مننه کوو چه د هغو لږو یادونه خو مو په ښو جملو کی کړی مګر حیرانونکی مو دا چه د لیکنی په یوی برخی کی مو د شیطان یا دجال د خوشالیو یا کریدت اخستنی د پاره لیکلی چه :که څه هم دیموکراسي ښکلــــی مفهوم یا تــــعریف لري خــــو په افغانستان کې پــدې عملي نده چې

    [[اوس هــــم د هیواد پــــه اکثرو ځایونو کې د ټوپک قــــانون حــــاکم دی د دې خلکو نه جګرو هرڅه واخستل او ...]]

    افغانی صاحب ! د ټوپک قانون نن دی او که پرون وو د پرونۍ پلیتی کمونستی او نننۍ پلیتی دموکراسی لاسته راوړنه یا محصول دی چه له امله یی له خلکو هر څه واخستل او .....
    زه نه پوهیږم چه تاسی یی کوم تعریف ته د مظلومیت او صداقت په نظر ګوری؟ خیر که ستاسی د دموکراسی دغه شرکی تعریف هم ومنو چه ( د خلکو حکومت، د خلکو له خوا په خلکو باندی ) یا د بیان بی بندوباره او داسی نوری له انسانی اخلاقو ازادی او... . لمړی دغه تعریف شرک دی حکومت خلک نه باید قانون حکومت وکړی د خلکو قانون د یو شمیر حریصو انسانانو له خوا جوړ شوی او د هماغو حریصو په ګټه څرخیږی او بل د الله ج قانون دی چه د الله ج له خوا انسانانو ته رالیږل شوی چه انسانان د یو بل له استثمار او غلامی وژغوری . که څوک الله ج په خلکو الیش یا بدلوی له خلکو الله جوړوی دا ښکاره شرک دی .
    بله مهمه ارزونه دا چه : د دموکراسی مرکز په امریکا کی ، او امریکا له تاسیس را په دی خوا تر اوسه یی د ۶۷ مظلومو هیوادو سره جنګ کړی او کوی په دی واسطه یی د نړی سیاسی ، مالی او نظامی قدرت یی ترلاسه کړی مظلوم بشریت زوروی او استثماروی حتی خپله په امریکا کی دننه طبقاتی نظام چه یوسلنه هر څه او نهه نوی سلنه خلک د هغه یو سلنه په خدمت کی دی قانونی یی استثماروی په داسی حال کی چه امریکا د همدی پلیتی د موکراسی بیرغ په اوږو ایښی او حتی افغانی صاحب یی هم په دی مجبوره کړی چه مظلوم بشریت یا مسلمانانو ته یی د ښه مخ تعریف وکړی دا لوی بحث دی که افغانی صاحب یا نور پوښتنه ولری ځوابونه ورته لرو مننه

    • بیانزی صاحب.
      پاکستان اسلامی دولت دی.افغانستان اسلامی امارت وه.تا په سپینه ګیره لندن ته له اسلامی دولتونو څخه پناه ورړه،
      څه لپاره د دجال انګریز ته پناه یوړه؟د همدای دیموکراسی لپاره.سپینه خبره خو به کوو،

  • داسی ښکاری چه موږ یو د بل سره د ګونګیانو په ژبه ګړېږو پداسی حال کی چه همدا د ګونګیانو په ژبه کی هم د افهام او تفهیم ستونزه لرو.
    چا ویلی چه دیموکراسی د اسلام ضد لفظ یا عمل دی؟
    موږ په لوی لاس غواړو د ځینو الفاظو سره ستونزه پیدا کو حال داچه د هغو الفاظو په اصلی مفهوم نه پوهېږو.
    جماع ټوله پېژنو
    خو
    هغه څوک چه پورنو فلمونه ډکوی او یا سِکس رانیسی هم جماع ده او
    هغه څوک چه د حلالی نکاح له لیاری ځان سړوی هم جماع ده
    بناً
    ستونزه د جماع په لفظ یا کارَوَنه کی نده بلکه ستونزه د جماع د څرنګوالی په توضیح او تشریح کی ده.
    د ځینو افکارو د لاریانو تر منځ جنجال پر همدې ټکی باندی راګرځی.
    یوه ډله وائي چه یو څوک حق نلری د وراثنی پاچهی پنوم ځانونه پر وولس تحمیل کی
    خو بله ډله بیا وائي چه نه، قدرت انتصابی او موروثی او تحمیلی دی نه انتخابی
    اصلاً خپله رأیه او خپل ځان تپل پر وولس باندی یو غیر اسلامی او غیرحقوقی عمل دی، یو حاکم حتی که هغه ځانته د شرع حاکم هم وائي بېله د وولس له ټاکنی هیڅ ډول مشروعیت نلری.
    دا به یو وولس ته په استحماری او سپکه سترګه کتل وی چي د یو تپل شوی مثلاً امیرالمؤمنین تر څنګ مثلاً یو خبیث انګرېز مشاور ناست او په غوږ کی مشورې ورکوی خو مثلاً وولس دومره مرعوب او وېرېدلی وی چي پر روانی وضعی د هیڅ ډول اعتراض حق ونلری.
    هغه څوک چه د اسلامی شریعت د حاکمیت ادعا لری لومړی تر هر څه مخکی باید فقهی- حکومتی مسائل زده او بیا ئې د استیلا او حاکمیت په لټه کی سی.خبری اوږدې دی او ترخې، چي چپه او راسته او غولوونکی ملغلری! تر خولو راونه باسو په ګټه به مو وی.