نظــر

د طالبانو مشرتابه ته پرانیستی لیک

کريم وردګ

زما د کلمې او مبارزې وروڼو،

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د افغانستان ژوندی تاریخ لاهم د دین، وطن او ملي نوامیسو په ننګه د پاکو شهیدانو په سرو وینو لیکل شوې کارنامې او حقایق د شهادت د سلګېو په دردونکې لهجه را اوروي او مونږ دا هر څه په عین الیقین سره لیدلي، اورېدلي او تجربه کړي دي.

زمونږ تاریخ مونږ ته دا وایي چې د افغانستان د کورنۍ جګړې له وقفې څخه بغیر، قریب څلور لسیزې کیږي چې حالاتو طالب انسان مجبور کړی تر څو مسجد، محراب، منبر، حجره، کتاب، تدریس او مدرسه پریږدي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د دفاع لپاره د غرونو، رغنو سختېو او نا آرامه شپو ته غېږ ورکړي او د سپېڅلې عقېدې او پیاوړي ایمان پر مټ د ټولو ستونزو سره ډغرې ووهي.

له معاصر تاریخ څخه عمومي اخذ داسې دی چې، طالب پر افغانستان د روسانو له یرغل او د وخت د کمونیستي نظام د ظلمونو له وجهې د ولس له متن څخه را پاڅېد او د همدې ولس سره یې د سپېڅلی جهاد په لړ کې روسي استکبار ته تاریخي ماتې ورکړه. کله چې حکومت مجاهدینو ته تسلیم شو، لږ وروسته ځېنو معلومو احزابو او د روس پورتوکولي کړېو د قدرت پر سر د خپل پروني همسنګر سره کورنۍ جکړه پیل کړه. طالبانو چې په بریالي شوي جنګ کې تر هر بل چا رغنده رول لوبولی و، کورنۍ جګړه د دیني، وطني او ولسي ارمانونو خلاف وبلله او په دې خونړۍ جګړه کې له ښکېلېدو مخکې، وزارتونه او معینیتونه او نور ور رسېدلې څوکۍ پرېښولې او بېرته خپلو مدرسو، امامتونو او درسونو ته ستانه شول.

کورنۍ جګړه پیل شوه او دوام یې وکړ. ظلم، فساد، فحشا، نا امني او بې ثباتي تر هغه حده لاړه چې د افغانستان په تېر تاریخ کې یې ساری نه درلود. کابل په کنډواله بدل شو، یوازې د درې ورځو او شپو په جګړه کې تر شا او خوا اویا زره بیګناه کابلیان په شهادت ورسیدل. حتی جنګسالارانو داسې وحشتونه وکړل چې د بې دینه او بې مذهبه روسانو کړنې ورته خجل شوې. هیواد په څو برخو وویشل شو، د خلکو مال، ناموس او هستۍ خوندي نه وې، په واحد هیواد افغانستان کې درې رقمه بانک نوټونه چلېدل او داسې نورې ناخوالې.

طالب په خپل مسجد او مدرسه کې ناست و او د دې هر څه تماشه یې کوله. شاید فکر یې کولو چې ګوندې حالات سم شي، خو وضعیت ورځ تر بلې لا خرابېدو. ولس د کندهار په یوه وړه اراضۍ کې طالب ته د لچکانو له زیاتي څخه عارض شو. طالب د یوې جزوي اصلاح اقدام وکړ، خو خدای او ولس د ۹۴ سلنه افغانستان واک او هر څه دوی ته وسپارل.

طالبان د دیني علماو، حفاظو او د روس سره د جهاد وخت د قومندانانو یوه مجموعه وه چې بیا وروسته ځېنې وطنپال تکنوکراتان هم ورسره یو ځای شول. همدې خلکو له افغانستان څخه جګړه ماران او د دوی د وحشتونو ټغر ټول کړ او د هیواد مطلق اکثریته خاوره یې تر واحدې قومندې لاندې راوستله او امنیت یې برقرار کړ. طالبان اساساً د حکومت کولو لپاره چې د یوه مجهز تخنیکي او مسلکي کادري بشري بهیر کار دې نه و را پاڅېدلي، د دوی موخه د وخت روان ناورین ختمول او د یوه افغان شموله باثباته نظام را منځ ته کول و؛ په همدې دلیل یې هم په لومړېو کلنو کې ټول لوړ پستونه د سرپرستانو لخوا اداره کېدل. شپې او ورځې همداسې تېرېدلې، چې یو ناڅاپه پر افغانستان د یو بل زبرځواک لخوا یرغل وشو.

افغانستان اشغال شو، طالبانو له یوه موقتی تشتت او تفریق څخه وروسته بېرته منسجم شول، د جګړې بڼه یې بدله کړه او د روس سره د جکړې ستړیا سره، سره قریب دوه لسیزې نور یې د لسګونو هیوادونو د تر غاښ مسلح پوځونو سره وجنګېدل او د خورا ډیرو قربانېو په ورکولو یې د نړۍ یو زبرځواک سره د ملګرو مات کړ.

وروسته له یوې اوږدې جکړې، ټوله نړۍ دې پایلې ته ورسېده چې طالبان له نه ماتیږي. بناً باید پر سوله غور وشي، خبر سولې ته لاړه او دا دی الحمدلله مونږ د سولې د خبرو په درشل کې یو. هغه سوله چې ما او ډیرو نورو فعاله ځوانانو ورته کار کړی دی.

اوس چې د سولې خبرې پیل شوي دي، باید د طالبانو مشرتابه څه وکړي؟ کومو موخو او اهدافو ته اولیت ورکړي؟ په څه طریقه د نظام بدنې ته ور شامل شي؟ له کومو لارو هغه ارزښتونه او احکام خوندي کړي چې له لسیزیزو را په دې خوا یې د تحفظ او تنفیذ لپاره مبارزه کوي؟

زه په جګړه د زېږېدلي او ستر شوي یو افغان ځوان په صفت د طالبانو مشرتابه ته داسې مشوره ورکوم:

د دې لپاره چې په افغانستان کې تاریخ بیا تکرار نشي او مونږ یو وار بیا د کورنۍ جګړې ګرداو ته ور و نه لویږو، د دې لپاره چې طالب وروسته له مصالحې په دولتي او ټولنیزه صحنه کې خپل پیاوړی او د عزت ځای ولري او د متخاصمو کړیو تر ریشخند او ملنډو لاندې را نشي، د دې لپاره چې د طالب انسان معنوي، ټولنیز، سیاسي او پوځي حیثیت منهدم نشي، زما لاندې څو کرښې درسره په نظر کې ونیسئ او د امریکا او حکومت سره یې په مذاکراتو کې له خپلې خوا د سولې د شرایطو سرې کرښې وګرځوئ.

اول، د امریکایي پلاوي سره د ټولو سرتېرو د ایستلو پر موقف مو ټینګ ودریږئ او دوی ته له افغانستان څخه د تهدید د نه پېښېدلو پوره ډاډ ورکړئ. که خدایه مه کړه، د یوه امریکایي عسکر په پوځي حضور هم موافقه وشي، نو تاسو به بیا په کابل کې اوسئ او موجود سنګرونه به نور ځوانان ګرم وساتي او یو وار بیا به جګړه دوام وکړي.

دوهم، له امریکا، پاکستان، ایران، هند، چین او روسیې څخه د ملګرو ملتونو د سازمان او اسلامي هیوادونو د کنفرانس په تضمین سره په راتلونکې کې د افغانستان په کورنېو چارو کې د نه مداخلې لیکلی خط واخلئ او دوی ته هم د افغانستان لخوا د هیڅ ډول ګواښ د نه پېښېدلو متقابله ژمنه وکړئ.

دریم، پر امریکایانو ټینګار وکړئ چې د خپلو سرتېرو له ایستلو څخه وروسته دغه جاري پوځي لنګر پر
سیاسي، دیپلماتیک، اقتصادي او تجاري قرارداد بدل کړي. تاسو کوښښ وکړئ چې امریکایان دې ته تشویق کړئ تر څو امریکایي لوی پانګوال افغانستان ته راشي او دلته پر شته سرچینو او د موجودو فرصتونو په ډګر کې پانګونه وکړي. حتی د خپلو تشکیلات له چینل څخه د امریکایي پانګوالو سره مشترک تجاري جوړښتونه را منځ ته کړئ او په ګډې پانګونې سره خپلو خلکو ته د کار، پرمختګ او هوساینې لارې چارې برابرې کړئ. همدا راز، د مالي سرچینو څخه په ګټه اخیستنې سره د امریکایي کمپنېو سره په سیمه او نړۍ کې ګډې پانګونې وکړئ. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره امریکایي پانګوالو ته په افغانستان کې د بشپړ امنیت اطمینان ورکړئ او په ریښتیا یې هم امنیت ونیسئ، حتی د ځان له امنیت څخه هم د دوی امنیت ته اهمیت ورکړئ. دا کار به تاسو ته دوې سترې ګټې وکړي. لومړی به تاسې په یوه داسې قدرت بدل کړي چې د ټولې آسیا اقتصاد به د تاسو له ورغوي خړوبه کیږي. دوهمه ګټه یې دا ده چې تاسو به افغانستان ته د پوځي آزادۍ په څېر سیاسي استقلال هم ور په برخه کړئ؛ ځکه د یوه هیواد سیاسي استقلال هغه وخت یقیني کیدای شي چې هغه هیواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا وي او د نورو هیوادونو د رفاه لارې د دوی له لارو تېرې شي. د دې موضوع لنډ مثال دغه قطر دی چې تاسو پکې دفتر لرئ او درنې کورنۍ مو پکې ژوند کوي. سعودي، مصر، متحده عربي امارات او بحرین هیوادونه ورته یوې خوا ته شول، تورونه یې پرې ولګول، تحریمونه یې پرې وضع کړل، خپل دیپلماتان یې ترې ویستل، بندیزونه یې پرې وخت په وخت ډیر کړل او ډیری معاملات یې ورسره بند کړل، خو دې هر څه نه یوازې چې د قطر په نامه پر یوه ډیر واړه هیواد باندې هیڅ تاثیر و نه کړ، بلکې قطر د دې هر څه سره، سره له اقتصادي پلوه د بې ثباتې ترکیې سره میلیاردونه ډالر مرسته هم وکړه او خپل سیمییز سیاسي او اقتصادي قیمومیت یې نندارې ته وړاندې کړ؛ د دې ځواک اساسي علت دا و چې قطري پانګوالو هم د نړۍ په سترو کمپنېو کې لویې پانګونې کړې وې او هم یې د نړۍ د لویو کمپنۍ پانګې خپل هیواد ته را جلبې کړې وې. ټوله خبر همدا وه، غیر له دې، نه قطر کوم لوی پوځ درلود او نه کومه بله سلسله چې ځان پرې استواره وساتي.

څلورم، د افغان حکومت سره په مذاکراتو کې د سترې محکمې په شمول، ټول محاکم وغواړئ او په تدریجي ډول د ولسوالېو له محکمو شروع، د ښارونو تر ابتدائیه، استیناف محکمو او بیا ان تر سترې محکمې پورې خپل ټول وړ او مستحق کادرونه ځای پر ځای کړئ.

پنځم، له افغان حکومت څخه د خپل مسلم حق په څېر د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د ټولو ولایتونو د اوقافو اړونده ریاستونه واخلئ او خپل کادرونه مو پکې ځای پر ځای کړئ. کله چې د اوقافو وزارت او ریاستونه یې ستاسو شول، په دې پوه شئ چې د ښارونو منابر هم د تاسو په لاس کې دي، د کلېو منبرونه خو هسې د تاسو دي. کله چې د ټول افغانستان منابر د تاسو په لاس کې شول، نو پوه شئ چې نور نو د افغانستان عامه ذهنیت د تاسو په کنټرول کې دی او د همدې منابرو له لارې تاسو کولای شئ چې ټول ولس رهبري کړئ او په ډیر کم وخت کې د اسلام او ولس په خیر ډیر ستر، ستر کارونه وکړئ.

شپږم، د افغانستان د ټولو څارنوالېو په بنسټونو کې سم نیمایي برخه په لاس کې ونیسئ. له همدې لارې د کورنېو چارو وزارت، ملي امنیت او د قضایي ارګانونو چینلونو کې د شته ظرفیتونو سره د همغږئ او ګډ کار یو قوي زنځیر جوړ کړئ چې په پایله کې یې حتی د هیواد پر یو هندو وګړي هم ظلم او ستم ونشي.

اووم، حکومت ته مو فعلاً یو میل سلاح هم پر ځمکه مه ږدئ، خو ټوله سلاح مو د حکومت سره راجستر کړئ او د افغانستان څومره اراضي مو چې په لاس کې ده، دغه خپل موجوده حربي طالبانو مو په اړونده ولسوالېو او ولایتونو کې د پولیسو په تشکیلاتو کې د مرکزي حکومت تر قومندې لاندې داخل کړئ. خپلو نظامي طالبانو ته مو هدایت ورکړئ چې د ملي پولیسو منظمې رسمي دریشئ پر تن کړي او د خپلې رهبرۍ د سولې د شرایطو او غوښتنو عملي کېدو ته په کتو سره دې له مرکزي حکومت څخه د ټولنیز نظم په سمبالښت کې متابعت وکړي.

اتم، هغه طالبانو ته چې د روسي یرغلګرو، د شر او فساد د ډلو او بیا د امریکایي یرغل پر وړاندې جنګېدلي دي له حکومت څخه د ستر جنرالۍ حتی مارشالۍ رتبې را ونیسئ او دغه کلاس خلک ټول د افغانستان د دفاع وزارت په مربوطاتو کې داخل کړئ.

نهم، د طالبانو په صفوفو کې یو شمېر خاص خلک تعریف او جدا کړئ. دا ګروپ خلک د نظامي رتبو سره مستقیمآ د ملي امنیت په جز و تامونو کې په دندو وګومارئ.

لسم، کور په کور، ولسوالۍ په ولسوالۍ او ولایت په ولایت د خپلې اولس کلنې مبارزې د زخمیانو، قربانیانو او شهیدانو کره او دقیق لست جوړ کړئ. په همدې مذاکراتو کې د خپلو سیمو او کرښې قربانیانو ته د میاشتني مدد معاش یو منظم حساب او سیستم جوړ کړئ او بودجه یې یا خپله او یا هم د حکومتي بودجې له لارې ورته منظور او د تادیې وړ وګرځوئ، له همدې لارې تر آخره د خپلو وفادارانو او یارانو د کونډو او یتیمانو پالنه وکړئ.

یولسم، د افغانستان پر حکومت د افغانستان د هرې ولسوالۍ پر سر یوه وړه مدرسه، د هر ولایت په کچه یوه متوسطه مدرسه او د هر زون په برخه د یوې لویې مدرسې د اساسي جوړولو او له دولتي بودجې څخه د هغوی اعاشه منظور کړئ. وروسته له دې مو طالبان د سبقونو لپاره د ډیورنډ له کرښې ها خوا مه استوئ. د دې مدارسو نصابونه داسې تنظیم کړئ چې فارغین یې د کانکور د آزموینې جوګه شي او په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې خپلو اړونده لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. همدا راز په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خپل جریان په شخصي بودجې خصوصي مکاتب او خصوصي پوهنتونونه جوړ کړئ او د خصوصي مکاتب له آدرس څخه د راغلو زده کوونکو تر څنګ بې له کوم تبعیض څخه اجازه ورکړئ چې ټول افغانان ستاسو په پوهنتونونو کې په معاصرو او ساینسي علومو کې زده کړې وکړي. په ترکیه، متحده عربي اماراتو، قطر، امریکا، روسیه او اروپا کې د پوهنتونو سره قراردادونه وکړئ او خپل کادرونه هلته په شرعي، ټولنیزو او ساینسي مضامینو کې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا زده کړو لپاره واستوئ.

دولسم، اوس نو ډیره مشکله ده چې تاسو په سیاست کې پاتې نشئ. نو تاسو مجبور یئ چې وروسته له دې د خپلو ارزښتونو د ساتنې او حراست لپاره په سیاست کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړئ. نو تاسو اړ یئ چې د یوه حزب په چوکاټ کې پر نهایت منظمو سیاسي تشکیلاتو باندې کار وکړئ، تر څو ستاسو ټول همفکران پکې را ټول او سیاسي آدرس مو مشخص شي.

دیارلسم، بې له کوم ځنډ څخه په کابل کې خپل مرکزي او هر ولایت کې، حتی د کهمرد او سیغان د طالبانو په مرسته په بامیانو کې هم خپل یو، یو ولایتي سیاسي دفتر پرانیزئ. ټولو یادو دفترونو کې اړونده ولایتي مشران، مرستیالان، د بیلابېلو کمېټو مسئولین، اداري غړي او کارکوونکي تعیین کړئ.

څوارلسم، د حزبي تشکل څخه وروسته، هر څو کاله وروسته د خپل حزب لپاره حزبي کنګره دایروئ، ټول ولایتي مشران او د حزب مهم غړي مو د کنګرې د دایرېدلو ځای ته را دعوتوئ. د دې تر څنګ چې هلته به د خپل حزب مشرتابه د رایو له لارې ټاکئ، د حزب لپاره به د وفادارۍ په مقصد د میثاق ورځ هم مشخص کړئ چې په هغه ورځ کې به ټول طالبان تعریف شویو ارزښتونو ته د وفادارۍ حلف پر ځای کوي.

پنځلسم، په خپل سیاسي تشکیلاتو کې به مشخص ارزښتونه تعریفوئ او د همغه ارزښتونو څخه د دفاع لپاره به هڅې کوئ. د همدې ارزښتونو په رڼا کې به معین اهداف ټاکئ او د ولسي ملاتړ له لارې به د یادو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره کار او مبارزه کوئ.

شپاړسم، تر ډیره پر دې کار وکړئ چې حزبي کادرونه مو په فکري لحاظ او ځواک تربیه شوي خلک وي، ترهغې چې تاسو د دوی د ظاهري قیافې په هکله فکر او تشویش وکړئ. په مجموع کې نرانو ته آزادي ورکړئ چې که څوک لوڅ سر ګرځي که لنګۍ پر سر کوي، که څوک وطني لباس واغوندي یا دریشي کوي، خو د ښځو لپاره حجاب باید سره کرښه وي. په مجموع کې به په تشکیلاتو کې ځېنې آزادۍ او قیود تعریفوئ او د ځینو کارونو پر وړاندې به حساسیتونه ملغا اعلانوئ.

اوولسم، په خپلو سیاسي تشکیلاتو کې ښځې حتماً شاملې کړئ. په ټولنیز او سیاسي جوړښتونو کې د ښځو شمولیت د افغانستان نیمایي نفوس ته هم درناوی دی، هم د ځان سره د دوی ملاتړ درلودل دي. له بلې خوا، د تاسو په سیاسي بهیر کې د ښځو شتون به د ټولو هغو خلکو مخونه تور کړي چې ویل یې طالبانو ښځو ته د دوی حقونه نه ورکول. دا یو ټکی په یاد ولرئ چې تر هر بل سیاسي حزب څخه تاسو د ښځو ډیرې بشري او فکري سرچینې لرئ. یعني د موجوده اناثیه دیني مدارسو ټولې انجونې او ښځې په ډير افتخار د تاسو په سیاسي جوړښت کې در شاملیږي.

زه پوهیږم چې د ښځو مسئله به تاسو او د تاسو شعوري پلویانو ته یو څه حساسه وي، خو دا یقینې ده چې که نن د تحریک صفوفو کې د ښځو په سیاسي فعالیت باندې بندیز وضع شي، نو د طالبانو د سبا کهول به خامخا ښځو ته په حزب کې ځای ورکوي، له دې چې دا کار د سبا نسل کوي، د طالبانو د تحریک د نن ورځې د مشرتابه او بنسټګرو په صفت دا کار تاسو وکړئ. که د جاري جګړې واقع شویو حقایقو ته ځیر شو حتی په دغه روان ناورین کې ښځو د جګړې په لومړیو کرښو کې د تاسو د مبارزینو ژوندونه ژغورلي دي. زه په بلخ او وردګو کې د داسې صحنو شاهد پاتې شوی یم چې ستاسو جنګیالي په کلي کې داسې محاصره شوي دي چې د دوی نیول او شهید کېدل حتمي و، خو بیا ښځو دوی ته په داسې ځایونو او لفافو کې پناه ورکړې ده چې تلاشي یې په موندلو او تشخیص نه ده توانېدلې او دوی یو وار بیا د ژوندانه او مبارزې ډګر ته ستانه شوي دي. په همدې شان خورا ډیرې نورې نجونې او میرمنې دي چې د تاسو د بري لپاره پر ځاینمازونو باندې اوښکې تویوي، داسې ښځې هم شته دي چې ستاسو د جنګیالیو د جنګ د مواد د اکمال لپاره یې خپلې ګاڼې خرڅې کړې دي، داسې مبارزې بیبیانې هم شته دي چې فقط او فقط د تاسو په تشکیلاتو کې یې د معنوي او سیاسي مبارزې تنده ماتېدلی شي، نو آیا دوی پر تاسو حق نلري چې دوی ته د مبارزې فرصت ورکړئ؟

ښځې به د تاسو سره ښځو ته د شرعي احکامو په رسولو، تشریح او انتشار کې لوی رول ولوبوي. ښځې د ټولونې د ښځینه طبقاتو په بیدارۍ او اصلاح کې هغه څه کړی شي چې مونږ او تاسو یې په هیڅ وجه نشو کولای. بل دوی به په ټاکنو کې تاسو ته د رایو په یوه ستره سرچینه بدلې شي. که د تاسو د تشکیلاتو د کوم طبقاتي برخې له آدرس څخه د تاسو دغه کړنې ته احتمالي غبرګون متوجه وي، تاسو کولای شئ چې د ښځو لپاره په خپلو تشکیلاتو کې د فعالیت داسې مشخص او واضیح اصول وضع کړئ چې شرعیت هم کومه ستونزه ورسره و نلري او د تاسو ملګري هم پرې قانع وي.

د اشغال د بشپړ اختتام او د یوه آباد، سوکاله او آزاد افغانستان په هیله. سوله دې زر راشي، له جګړې، وژنو او ورانېو بېزار يو.

درناوی

کریم وردګ

د ۱۳۹۷ ام لمریز کال د لیندۍ ۳۰ مه، د یلدا اوږده شپه

کابل، افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mosa Khan

هههههه مطلب حکومت دې ع او غ کوي ، طالب دې په بامیان کې یو دفتر جوړ کړي، د حج او اوقافو او څارنوالۍ ماموریت دې واخلي، او اوسني جنګیالي طالبان دي د آینده لپاره د پولیسو دریشي واغوندي.
یاره وردګ صیب څه جالبي پرانیستي مشوري دې ورکړي، باید درسره ویې مني

محمد

محترم وردګ صاحب ته هم داڅپڅلی قوم په تدریجي ډول په غلامي ورګډه وي

غوربندي

جالبيات :
جز و تامونه
مارشال و جنرال
دريشي
شب يلدا
حزبي تشکل
طبقاتي

کريم وردګ صاحب

کله چې داسې مهمې ليکنې کوی نو املايی تېروتنو ته مو پام وي چې لوی عيب ګڼل کيژي.

اسلام عليکم ـ ناسم
السلام عليکم ـ سم
رحمت الله ـ ناسم
رحمة الله ـ سم
واضيح ـ ناسم
واضح ـ سم
اوليت: ناسم
اولويت: سم
شرعيت: ناسم
شريعت : سم

نور بيا ،،،،

محمود افغان

کریم وردګ صیب ! له ښه ذهینت نه مو مننه … خو زما په آند طالبانو یو تاریخ سازه مبارزه ان شاء الله تعالی نوره ګټلې ده ، نو بنا پر دې ، طالب په داسي ځای کې قرار لري ، چې باید د ټول افغانستان رهبري وکړي ، او بالمقابل د یرغلګرو پر مټ چوکۍ ته رسېدلي ، ملي خاينین دي ، د مشر په سترګه باید په ټول تاریخ کې ورته ونه کتل شي ، طالبان دي خپل حکومت جوړ کړي ، ملت يې چې د جنګ په سختو شرائطو کې تر شا ولاړ و ، او د… نور لوستل »

احمدرحیم

ما شاءالله هر اړخیزه مشوره مو ورکړی دنیا او آخرت مو ښایسته شه،الله دی وکړی چه طالبانو مشرتابه یی د زړه په غوږونو واوری او د عمل جامه ورواغوندی.زړه می ډیر څه لیکل غواړی اوس لپاره په همدی اکتفاء کوم.

جميل

وردك صيب تر يو زايه سم وى خو وروسته ديموكرات او امريكايى شوى

حبیبی

ډیره کامله او شامله مشوره ده! که طالبان داسی فکر وکړي چئ دوی باید ټول له نظام له سره جوړ کړي ناشونی یی بولم ځکه دا ددې باعث ګرځي چې کورنی جکړه رامنځ ته شي. نو انعطاف منل اړین بولم. مننه

Mosa Khan

ډېره ناکامله مشوره ده، هو بیشکه طالبان داسي فکر کوي چې ټول افغانستان په یوازي سر رهبري کولای شي، که یې نه مني نو دا 18 کاله کې د امریکا په مشرۍ د ناټو غوندي سُپر پاور ته په تش لاس ماتي ورکول د همدې طالب کارنامه ده، چې کله امریکایي الوتکي ولاړي شي، بیا به یې وګوري چې پاتي شوني چیچوڼي یې د یوې ورځي د مقاومت وړتیا لري کنه! د کورنۍ جګړو هوایی خبري مه کوئ، طالب یې په چل ښه پوهیږي. ان شاءالله —— اصلاً خبره دا ده چې طالب د چا مشوره بده نه ګڼي، مګر… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x