
پټريک شاناهن د امریکا د دفاع سرپرست وزير شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزير جيمس مټیس له استعفا وروسته د هغه مرستيال پټريک شاناهن د دفاع سرپرست وزير ټاکلی دی.
ټرمپ ويلي، چې پټريک شاناهن د دفاع مرستيال وزير په توګه ډېر ښه کارونه کړي، غښتلی افسر دی او د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د جنوري له پيله به خپله دنده پيل کړي.
پټريک شاناهن وروسته تر هغه د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوی، چې د تېرې جمعې په ورځ د ټرمپ د ادارې دفاع وزير جیمس مټیس له ټرمپ سره په يو شمېر امنيتي مسائلو د اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا اعلان کړې وه.
امريکايي رسنۍ وايي، د ولسمشر ټرمپ او دفاع وزير مټيس ترمنځ د اختلاف اساسي ټکی له سوريې او ورپسې له افغانستان څخه د امريکا د ويستلو په اړه خپاره شوي راپورونه وو.
د تېرې جمعې په ورځ وال سټريټ ژورنال او نورو امريکايي رسنيو ويلي و، چې ټرمپ له افغانستانه د اوو زرو امريکايي عسکرو په ويستلو فکر کوي، خو په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې مشر جنرال سكاټ ميلر تېره ورځ د ننګرهار ولايت چارواکو سره په خبرو کې ویلي و، چې تر اوسه د عسکرو کمولو په اړه ده ته کوم فرمان نه دی رسېدلی او هغوی ته يې ډاډ ورکړی و، که امريکا له افغانستانه خپل عسکر وباسي، بيا به هم امریکا د افغان عسکرو مرستو ته دوام ورکړي.