د کابل د ادارې او طالبانو تر مینځ خبرې

هدایت میاخیل

تر هر څه له مخه باید افغان،  مسلمان او غیرتي ولس الله تعالی ته د شکر په سجده سر ښکته کړي چې په هغوی یې د دې پېرزوینه وکړه چې د بې ساري شهامت او  بې درېغه قربانیو له ګاللو وروسته د درېیم ځل لپاره د نړۍ د زبر ځواک کبر او غرور مات کړي . هغه زبرځواک چې په پوره فرعونیت او پوره سپین سترګۍ به یې  حتی د افغانانو په کور او د هغوی په مخ کې په ډاګه ویل چې  🙁 دا جګړه باید امریکا وګټي ) هغوی نن په دې پوه شول چې د دې جګړې ګټل ، او دا د ستوني د اغزي تېرول اسانه کار نه دی ، نو ځکه دې ته اړ شول چې د ستونزې د هوارولو بله لار ولټوي .

دغه ویاړ یوازې د وسله والو جنګیالیو نه بلکې د هغه ولس هم دی چه د الله تعالی د نصرت او د هغوی د ملاتړ په برکت د پردیو په وړاندې مقاومت تر دې بریده راورسید .

نو بنا پردې ، د افغانستان په راتلونکي برخلیک کې باید د همدغه میړني ولس غږ په پوره غور او درناوي واوریدل شي ، هیڅوک یوازي خپل ځان فاتح او اتل ونه بولي ، او نه هم د نورو سره له استعلایي او استبدادي منطقه کار واخلي  ، دمیم زر ما ټول یې زما سیاست هر ځای او همیشه ناکام و او دی . حکومت باید غنیمت نه بلکې خوار ستر دنیوي او اخروي  مسولیت وګڼل شي (يَا أَبَا ذَرٍّ، إِنَّكَ ضَعِيفٌ، وَإِنَّهَا أَمَانَةُ، وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ، إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا، وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا).

خو زما په اند د ولس سره  سلا ، مشوره باید له اوسنۍ ادارې سره د جوړجاړي په معنی نه وي ، او دا ځکه چې :

1-         د کابل اوسنۍ اداره د جرمني د بن ښار د غونډې او هوکړې امتداد او غځیدل دي ، ټولو ته معلومه ده چې کله امریکایانو طالبان وپرځول ، نو د هغوی مخالفین یې د بن په ښار کې سره راټول کړل تر څو افغان حکومت په خپلو کې سره تقسیم او ترکه کړي ، او حتی په دې ډلګۍ کې هم حق حقدار ته ونه رسید ، بلکې د غوڅ اکثریت رایې استاد عبد الستار سیرت ،او یوازې دوه رایې حامد کرزي ترلاسه کړې وې ، خو بیا هم کرزی د موقتې ادارې رئیس وټاکل شو چې هماغه لړۍ لا تر اوسه پورې روانه ده . او د قانون او فقه قاعده وایي چې ( المبنی علی الباطل باطل ) په باطل ولاړ هر څه باطل دي .

2-         دغه اداره د ټولو افغانانو او نړیوالو څارونکو په ګواهي تر ستوني پورې په فساد کې ډوبه ، بی وسه او بې کسه اداره ده .

3-         دغه اداره  نه په یوه خوله او یوه فکر ده  او نه هم له یو سر او لوري اداره کیږي ، بلکې اختلافات او ځان ځاني یې له هیچا هم پټه نه ده .

4-         د دغې ادارې مهم او مطرح چارواکي  ټول د یو څه مودې لپاره له غربه راغلي ، یا رابلل شوي دي، او کورنۍ یې لا تر اوسه هم هماغلته اوسیږي، اود دوی هم پاسپورټونه په جیبونو کې پراته دي او هره شیبه چې وغواړي بیرته به خپل اصلي ټاټوبي ته تښتي .

5-         نو له همدې ځایه ددغې ادارې مهم چارواکي د افغاني ثقافت سره اوس بیګانه او نابلده شوي دي.

فکر نه کوم چې په یادو شویو ټکو کې به څوک د پام وړ اختلاف راسره ولري .

نو بناء ، اوسنۍ اداره د افغانانو د یو اړخ تمثیل او استازیتوب هم نه شي کولای ، پرته له هغوی چې د غرب په ټغر لوی شوي اوله هماغه ځایه د مادیاتو راټولولو په نیت د یو څه وخت لپاره راغلي دي، او یا هغه خلک چې په همدې ګډوډۍ او ګردجنه فضاء کې ورته خپلې ګټې خوندی ښکاري. نو ځکه ددغې ادارې او د طالبانو تر مينځ خبرو ته رښتینې بین الأفغاني خبرې ویلای نه شو . بلکې د هغوی سره جوړ جاړی به د دې لامل شي چې دا پورتني ټکي نوې ادارې  ته هم لاره پیدا کړي .

که امریکایان رښتیا هم زموږ له کوره کډه شي ، نو بیا راته د بلې جګړې  اندیښنه دومره پر ځای نه ښکاري ، ځکه چې بهرنیانو یو ځل تجربه وکړه نو بیا به د جګړې د اور په روښانه ساتلو باندې لګښتونه ونه کړی ، او نه به په افغاني پوځیانو کې  دومره دمه پاته وي چې په خپل مټ  نوره هم بایللې جګړه پر مخ بوزي ، او نه هم د قومونو په خپلو مشرانو دومره باور پاتې دی چې بیا ځان د هغوی د ګټو قرباني او په متقابلې جګړې لاس پورې کړي .  د اوسنۍ ادارې او د نجیب د حکومت تر مینځ –چې  یو څه  موده یې حکومت وکړای شو – دوه مهم توپیرونه موجود دي : یو دا چې هلته کمونسټانو عقیدوي جنګ کاوه ، او بل دا چې هغوی د خپلې بقاء جنګ کاوه ، چې دا یو شی هم په اوسنۍ اداره کې نشته .

هو ، د پردیو له وتلو وروسته په افغانستان کې د زور زیاتي او جګړې مجوز نشته ، نو که یو وخت د ټولو د وتلو مهال ویش وټاکل شي ، باید په همدغه وخت کې د ملت د رښتینو استازو او وسله والو تر مینځ مخلصانه خبرې اترې وشي تر څو د هیواد د برخلیک په اړه ټولو – یا اکثرو – ته د منلو وړ لار ولټول شي .

تبصرې (1)

  • شه ارزونه ، خو دا يى نده روشانه كرى چي د هيواد اصلي استازي سوك او چيري دي ،ملت او هيواد توك توك شو خو دا اصلي استازي لا پت دي ، كله چي هيواد اازاد شو بيا دوى له خپلو برستنو نه سر راباسي واى زه ددى هيواد اصلي استازى يم ، دا بيده خلك ددى ويشو او بيداره خلكو استازيتوب نشي كولاى .
    هغوى چي ددين او ددى خاوري او ملت لپاره يى خپل نفسونه او مال قربانى كرى ، مهاجرت، بنديخانى، لوژه او تنده، گرمى او يخ هرسه يى پر زان منلى ولي د دى ملت أصلي استازيتوب نشي كولاى ؟ اايا دا توله پردي دي ؟
    له هري لوري به دير ژغونه پورته شي او په رنگارنگو پلمو به وغواري چي د خلكو اذهان مشوش كري چي گوندى طالبان د دى ملت اصلي استازي ندي، خو د دوى تولو خوارى د شيطان دي ، افغانان نن په پوره دول خپل استازي ، ژغورونكي او ساتونكي پيژني .په توله هيواد كي به دير لژ نمك حرامه ومومو چي ددى پاكو موءمنو قدر دى ونكري او خپل اصلي استازي يى ونه بولي .
    هغوى چي گمان كوي چي گوندي طالبان به توله قدرت انحصار كري تيروتى دي ، توله هغه هيوادوال چي اهليت د كار ولري هرومرو به د اهليت سره سم دنده وروسپارل شي ، خو په لورو پوستو كي به سربيره پر اهليت تقوى هم لوى معيار وي .