افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسید

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي شاوخوا ورځې وروسته یو ځل بیا کابل ته راورسید.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویاند صبغت الله احمدي پخپله ټویټر پاڼه د نوموړي د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په وینا هغه به له محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره هم وګوري.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، چې قریشي به څلورو هېوادونو ته سفر ولري.

سرچینه وړاندې زیاتوي، ښاغلی قریشي به افغانستان، ایران، چین او روسيې ته سفرونه وکړي، چې موخه يې د اړیکو ټینګېدل یاد کړي دي.

محمود قریشي د لېندۍ په ۲۴مه هم د اسلام اباد، پیکینګ او کابل په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x