افغانستان

ارګ د فواید عامې او کورنیو چارو وزارتونه سره یو ځای کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د یو شریک محمد اشرف غني د فرمان له مخې د فواید عامې وزارت او کورنیو چارو وزارتونه سره یو ځای کېږي.

د دې فرمان له مخې د ملکي هوايي چلند اداره، د رېل ګاډي اداره او ټرافیکو ریاست هم له ټرانسپورټ وزارت سره یو ځای کېږي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وايي وايي دا چاره د خدماتو د ښه ترسره کېدو او اصلاحاتو لپاره ترسره کېږي

محمد اشرف غني په داسې حال کې دوه وزارتونه سره یو او درې ریاستونه سره مدغموي، چې په ټول حکومت کې يې خپله کابینه بشپړه نه کړای شوه.

د ګډ حکومت پای ته یوازې څو میاشتې پاتې دي، خو لا هم نهه وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، چې پکې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ځينې وزیران د ولسي جرګې له لوري صلب صلاحیت هم شول، خو عملي اقدام ونه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x