سوریه؛ امریکايي عسکر

پنټاګون: له سوريې مو د ځواکونو را ایستو فرمان لاسلیک کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له سوريې نه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، پنټاګون هم د ۲۰۰۰ عسکرو د ایستلو تایید وکړ.

پنټاګون ویلي، هغه فرمان يې لاسلیک کړی، چې پر اساس به يې له سوريې نه ۲۰۰۰ ځواکونه له را وایستل شي.

له سوریې نه د ځواکونو د ایستلو له اعلان وروسته، د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیز استعفی وړاندې کړه، چې تازه يې پر ځای د هغه مرستیال پاتریک شاناهان سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ پخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې په لومړيو کې د دوی ځواکونه سوريې ته د درېیو میاشتو مودې لپاره خوځېدلي و، خو اوه کاله يې تېر کړل.

ټرمپ لیکي: «چې زه ولسمشر شوم، داعش وحشت روان کړی و، اوس دا ډله ځپل شوې، څه چې پاتې دي، د ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونه دې يې غم وخوري، موږ ځو!»

ګڼ امریکايي ډيپلوماټان پر دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې هم د ټرمپ دریځ همداسې ورته ښکاري، ځينو رسنیو د دې ډيپلوماټانو پر حواله لیکلي، چې ان د دې تمه هم شته چې یو سهار ډونالډ ټرمپ ټويټ وکړي او ووايي چې له افغانستانه دې ټول عسکر را ووځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د