افغانستان

د شفافیت د څار بنسټ: د راتلونکې مالي کال بودجه ۳۰ سلنه ګونګه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د شفافیت د څار بنسټ وایی په تېر مالي کال کې پراختیايي بودجې د خلکو په ژوند کې هیڅ بدلون نه دی راوستی او د راتلونکي کال بودجه دېرش سلنه مبهمه ده.

د دې بنسټ غړی ناصر تیموري وايي، چې د حکومت لوړ پوړي چاراکي خلکو ته د هغو پروژو ژمنې ورکوي، چې په ملي بودجه کې شاملې نه دي.

هغه ویلي، د راتلونکي مالي کال بودجوي سند کې د عامو خلکو نظرونه نه دی اخیستل شوي او چارواکي توانېدلي چې پراختيايي پروژې پخپله ګټه له یو ځای بل ځای ته تبدیلې کړي.

د ماليې وزارت د راتلونکي کال لپاره ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې، چې ۱۲۴ میلیارده يې پراختيايي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x