
تېرو دوو ورځو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیچا نوملیکنه نه ده کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې رسمي موده وړمه ورځ (د مرغومي لومړۍ) پیل شوې، خو دوو ورځو کې هیڅ کس هم خپل نوم د نوماندۍ لپاره نه دی ثبت کړی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دوی ځينې بدلونونه او سمونونه راولي، خو د نوماندانو د نوم نه ثبتونې کوم ډاګیز علت نه دی په ګوته شوی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، دوی د بایومټریک ماشینونو په برخه کې هم سمون راولي.
د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوبزاده هم وايي ټاکنو کمیسیون کې باید بدلونونه راشي، په تېره بیا ځینې کسان باید بدل کړل شي.
تېره ورځ د ډاکټر غني مرستیال سروردانش هم ټینګار وکړ، چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او ولسمشریزې ټاکنې ټولې باید یو ځای ترسره شي، خو ټاکنو کمیسیون وايي دوی د ټولو ټاکنو ترسره کېدو ته تیاری نه لري.
سرور دانش هغه چارواکی یادېږي، چې ټاکنیزو کمیسیونونو کې پر پراخه لاسوهنه تورن دی او د ټاکنو کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر منځ ناندرۍ هم د ده پر منځګړیتوب هوارې شوې.