ګډ حکومت په ټوله دوره کې خپله کابینه پوره نه کړای شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یوازې څلور میاشتې پاتې دي، خو پخپل ټول عمر کې يې ونه شو کولی خپله کابینه بشپړه کړي.

د دې حکومت شریکانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر دې ټينګار کاوه، چې دوی به د ښې حکومتولۍ نمونه مثال وړاندې کړي.

یوازې څلور میاشتې وروسته ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي، خو لا هم ګڼ مهم وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږې، د دې تر څنګ ښاروالۍ، ولایتونه او ګڼې ولسوالۍ هم سرپرستان لري.

د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، پوهنې وزارت، ماليې وزارت، اوبو او برېښنا وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د نورستان ولایت او ګڼې ولسوالۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د شفافیت د څار بنسټ وايي، د ګډ حکومت په دوره کې سرپرستي د ادارو د فلج کېدو مهم علت په ډاګه شوی، چې پراخ فساد ته يې هم لاره هواره کړې وه.

ګډ حکومت ۱۳۹۴ل کال کې له اوږدو ناندریو وروسته د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل کې د امریکا سفارت کې رامنځته کړ، چې عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني يې پر دوه کلن قرارداد سره راضي کړل، خو بیا يې په یوه ناڅاپي سفر کې درې کاله موده نور هم ور اضافه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د