افغانستان

«د سولې عالي شورا ولایتي کمېټې لغوه کېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا په ولایتونو کې هم کمېټې لري، چې په ولایتي سطحه بوختې ګڼل کېدې، تازه يې د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی.

هشت صبح؛ ورځپاڼه د یوې سرچینې په حواله وايي، د سولې عالي شورا ولایتي کمیټې د لنډ وخت لپاره لغوه کوي یا يې هم دندې ځنډوي.

د سرچینې په وینا د دې کمېټو د لغوه کېدو موخه د سولې اړوند جوړښتونو د سمون هڅه بلل شوې ده.

هشت صبح؛ د سولې عالي شورا د ویاند له خولې ليکي، چې په دې شورا کې د ژورو بدلونونو لپاره کار روان دی، خو د کمېټو د لغوه کېدو په اړه ويې ویلي، چې د برخلیک په اړه يې بحث نهايي شوی نه دی.

سولې شورا کې د دې بدلونونو خبر په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې څه موده وړاندې تازه عمر داودزی د دې شورا د دارالانشاء رییس وټاکل شو او هغه هم د بدلونونو یادونه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x