ورزش

د کرېکټ نړيوالې شورا نوې درجه بندي، افغانستان لوبډله واکمنه ده

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۳ مرغومې، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا د شل اوريزو نړيوالو سياليو درجه بندي اعلان شوه چې په کې افغانستان لوبډله په خپل مقام واکمنه ده.

د يکشنبې په ورځ په اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې په روان کال کې له ۷ څخه ټولې سيالۍ ګټلو سره خپل اتم مقام ساتلی چې په مرسته به يې د شل اوريزو سياليو نړيوال جام ته مسقيمه لار ومومي.

افغانستان لوبډله په شل اوريزو سياليو کې ۲۴۹۰ پواينټونه ترلاسه کړي او ۹۲ نمرې لري، چې په دې لړ کې له سرېلنکا او بنګلديش وړاندې په اتم نمبر ده، سرېلنکا ۸۷ او بنګلديش ۷۷ نمرې لري.

توپ اچونې برخه

همدا ډول که د توپ اچونې برخه کې وکتل شي نو ګوګلي ماسټر راشد خان په لومړي نمبر دی، نوموړی په ۷۹۳ نمرو سره لومړی مقام لري، په دويم نمبر پاکستانی شاداب خان ۷۵۲ نمرې لري او په ۷۱۴ نمرو سره هندی کولديو يادو په درېيم نمبر دی، په دې ليست کې محمد نبي په ۱۲م نمبر دی.

توپوهنې برخه

لکه څرنګه چې افغانستان لوبډله له پخوا په توپوهنه کې ستونزې لري همدا ډول د درجه بندۍ توپوهنې لومړي لس کسانو کې هيڅ افغان لوبغاړی ځای نه لري، البته محهد شهزاد د ۶۴۷ نمرو سره په ۱۴م نمبر دی، په دې ليست کې پاکستانی بابر اعظم لومړی، د نيوزېلنډ کولن مونرو او آرون فينچ دويم او درېيم مقام لري.

آلراونډرانو برخه

په دې ليست کې محمد نبي درېيم مقام لري، نوموړی ۳۱۳ نمرې لري او بنګلديشي شکيب الحسن سره چې ۳۳۸ نمرې لري په سيالۍ دی، په لومړي نمبر د استراليا چټک آلراونډر ګلين ميکسويل دی، په ياد ليست کې د افغانستان لخوا سميع الله شينواری په ۱۱م نمبر دی.

ياده دې وي چې افغانستان لوبډله په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې په ۶۷ نمرو سره لسم مقام لري، په دې سره توانېدلې ده چې د ۲۰۱۹م نړيوال جام يو ورځنيو سياليو لپاره غوره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x