عزیز آباد وطن «خاطره»

عبدالستار سعادت

د ولسي جرګې د دارالانشاء تشکیل کې دولت سره د اړیکو مسؤل وم. هغه ورځ یونس قانوني په سفر و، د جرګې ریاست لومړي نائب (محمد عارف نورزي) کاوه. د غونډې په جریان کې نورزی صیب د تالار شاته خونې ته لاړ، وکیل عالمي بلخي (د کډوالو اوسني وزیر) غږ وکړ: د جرګې رئیس چې نه وي، د طرزالعمل له مخې تصویب او پرېکړه نه شي کېدای.

جرګه بې نظمه شوه او هر یوه ویل چې رئیس (نورزی صیب) څه شو؟! غلی د خپلې څوکۍ نه پورته شوم، شاته خونې ته لاړم، نورزی صیب په ټېلیفون کې په خبرو و، غوښتل مې ورته ووایم چې تالار کې دې خلک غواړي؛ خو هغه اشاره وکړه چې څه مه وایه، ته هم دلته کېنه.

د مبایل لوډسپیکر یې روښانه کړ، او نو ما هم د هلمند د سپین ږیرو له غوسې ډکې خبرې اورېدې: تېر ځل مو امریکایان کورو ته راننوتل، حتی زنانه یې راتلاشي کړې، دا ځل چې راځي، ځانونه پرې وژنو، جنګ ورسره کوو. نورزي ورته وویل: امریکایانو ته اطلاع ورکړل شوې چې دا مهال شین ډنډ کې ۱۰۰۰ بهرني القاعده جنګیالي دي.

سپین ږیرو ټېلیفون کې چیغې کړې او قسمونه یې وخوړل چې دلته یو القاعده هم نشته دی. نورزي ورته کړل: نو امریکایانو ته اجازه ورکړئ چې درشي، هغه ځای وګوري او مطمئنه شي، کنه درباندې برید کوي، ملکي تلفات دراړوي. (هلته چې د نورزي خبرې ګڼو قومي مشرانو اورېدې) درستو غږ وکړ چې تر بې عزتۍ یې وژل ښه دي، رادې شي، جګړه ورسره کوو. نورزي سپین ږیرو ته وویل چې لږ وروسته زنګ وهم.

افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو مشر قومندان (جنرال دن مکنېل ) ته زنګ وواهه، ورته یې وویل: د شینډنډ خلک وایي چې هلته هېڅ القاعده نشته، خو ستاسې د سرتېرو د چلند نه شکایت کوي، وایي چې کورونو پلټۍ او حتی د تورسرو د ستر خیال هم نه ساتئ، نو که ورشئ هغوی جګړه درسره کوي او په جنګ کې به ټول ملکي تلفات وي. مکنېل وویل: زمونږ د اطلاع مرجع معتبره ده، چې هلته القاعده جنګیالي وي، زمونږ برید حتمي دی.

نورزي امریکایي جنرال ته وویل چې ژر به درسره اړیکه ونیسم، په هغه یې ټېلیفون بند کړ، بل چاته یې زنګ وواهه. د هغې خوا لیکې غږ اشنا و. خان صاب څنګه یې، شه یې او… ولسمشر کرزی و. نورزي د روغبړ نه وروسته ورته په شینډنډ د حتمي برید خطر په اړه وویل.

 

کرزي وویل چې زه په ترکیه کې یم، خو دا اوس جنرال مکنېل ته زنګ وهم، تا هم کنفرانس کوم. څو شېبې وروسته مې د درېواړو خبرې اورېدې؛ کرزی امریکایي جنرال ته: ماته عارف خان ډاډ راکړ چې شین ډنډ کې هېڅ القاعده نشته، نو پام کوئ چې حمله ونه کړئ، خلک ونه وژنئ.

مکنېل : ښاغلی ولسمشره! دلته د ۱۰۰۰ بهرنیو القاعده جنګیالیو خبره ده چې د متحده ایالاتو ملي امنیت سره تړاو لري، برید حتمي دی.

کرزی: نه، د ملکي تلفاتو خطر دی، بیا خلک وایي چې هلته تروریستان نشته.

مکنېل: ښاغلیه! نو خلک دې اجازه راکړي چې مونږ ځان په سولییز ډول ډاډه کړو.

کرزی: خلک حساس دي، دا خبره به په آرامه حل کړو، خو اوس د برید امر ونه کړې.

مکنېل: دا حساسیت خو د اطلاع صحت هم تائیدولای شي ښاغلیه؟!

کرزی: نه، دا یوه کلتوري ستونزه ده، کېدای شي هلته هېڅ القاعده جنګیال نه وي.

مکنېل : خو کېدای شي وي

کرزی: نه شو کولای په احتمالاتو خلک ووژنو

مکنېل : دا احتمال نه، یوه معتبره اطلاع ده او ما هم د برید امر صادر کړی چې په لسو دقیقو کې به پیل شي.

کرزی: (په غوسه) زه د دې هېواد ولسمشر یم، د داسې خپلسرۍ اجازه نه درکوم.

مکنېل : (په مؤدب انداز) زه خپلسری نه یم، تروریزم سره مبارزه زمونږ او تاسې ګډ کار دی؛ د دې اطلاع منبع تاسې

خپله یاست ښاغلی ولسمشر!

کرزی: ما درته ویلي چې هلته ترورېستان دي؟

مکنېل: نه، ستا د ملي امنیت رئیس امرالله صالح رسمي اطلاع راکړې چې هلته همدا اوس شاو خوا ۱۰۰۰ القاعده جنګیالي دي (صالح دا وخت د ملي امنیت رئیس و).

کرزی: (په حیرانتیا) امرالله دا اطلاع درکړې؟

مکنېل: هو ښاغلیه!

په دې وخت کې نورزي ورغږ کړ: رئیس صیب زه یوه حل لاره پېشنهادوم.

کرزی: ووایه خانه.

نورزی: زه، د دفاع وزیر (رحیم وردګ)، داخله وزیر (ضراراحمد مقبل)، د امنیت رئیس (امرالله صالح) او جنرال مکنېل به په ګډه لاړ شو، خلک مو د امنیت تضمین کوي، وضعیت له نږدې وڅارو.

ولسمشر کرزي د نورزي خبرې امریکایي جنرال ته وژباړلې، خو هغه وویل چې رېسک زیات دی او هغه نه شي کولای د ۱۰۰۰ القاعده جنګیالیو مینځکې د یوې دوه الوتکو سره ښکته شي. کرزی غوسه شو او په آمرانه لهجه یې وویل: د ملکي تلفاتو ریسک نه دا ریسک بهتره دی، خپل تدابیر ونیسئ او لاړ شئ. مکنېل په نه زړه موافقت وکړ، دا وخت هوایي برید ته ۳ دقیقې پاتې وې، چې امریکایي قوماندان یې د لغوې امر وکړ.

نورزی بېرته تالار ته ونه ګرځېد، خپل دفتر ته وخوزېده او راته یې وویل: دفاع وزارت ته زنګ ووهه چې هلیکوپترې طیارې کړي.

پلاوی (د امریکایي جنرال په شمول) شینډنډ ته لاړل، خلکو یې هرکلی وکړ، مېلمه پالنه یې وشوه او امریکایانو خپله پلټنه هم وکړه چې ثابته شوه، هلته هېڅ القاعده جنګیالی نشته او اطلاع کاملاً دروغ وه.

خو،کال وروسته، د همداسې نامؤثقې اطلاع په اساس، په هغه شینډنډ کې، د عزیزآباد په کلي بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې یې ۹۹ ملکیان شهیدان شول.
…….
عزیزآباد وطنه! خدای دې درباندې ورحمېږي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د