نړۍ

سرچينه: ګډ حکومت له پاکستان سره د سولې ټول تړونونه لغوه کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ګد حکومت سرچينې وايي، چې د حکومت مشرتابه له پاکستان سره د سولې ټول تړونونه لغوه کړي او د طالبانو پر ضد يې د جګړې توندولو هوډ کړی دی.

سرچينه زیاتوي، چې حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له يو شمېر ځانګړو پيغامونو سره کابل ته راغلی او د ګډ حکومت چارواکو سره  په ليدو بوخت دی.

د سرچينې په وينا د ګډ حکومت مشرتابه دا ګام وروسته تر هغه اخيستی، چې متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امريکايي ديپلوماتانو د ناستې پر مهال د ګډ حکومت پلاوی هم ابوظبۍ ته تللی و، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.

د ګډ حکومت چارواکي وايي، زلمي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی و، چې طالبان به ورسره وګوري، خو طالبانو پر خپل دريځ ټينګار کړی او د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ يې د ګډ حکومت له ورغلي پلاوي سره له ليدو انکار کړی و.

د ملي شورا غړي او د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د اماراتو ناسته کې د افغان پلاوي سپکاوی شوی دی او له دې امله د ګډ حکومت چارواکي له پاکستان او زلمي خلیلزاد څخه ګيله من دي.

د ګډ حکومت او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې په منلو، همدارنګه د طالبانو پر ضد د ګډو عملياتو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې سربېره يو شمېر نور تړونونه هم شوي، خو تر اوسه پرې د کابل حکومت رسمي اقرار نه دی کړی.

د سياسي چارو کارپوه نظر محمد مطمين وايي، که دا خبره رښتيا وي، نو حکومت به له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اړه او ورته نور تړونونه هم لغوه کړي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري د يک ټلويزون راپور رد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دغلامانوڅه عزت اوسپکاوی دی.غلام خپل ځان پخپله ذلیل کړی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x