افغانستان

شاه محمود قريشي له محمد اشرف غني سره ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن له غرمې مخکې کابل ته راغی او د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره يې په ارګ کې وليدل.

تيره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې راغلي وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي به د افغانستان په ګډون د سيمې څلورو هيوادونو ته سفر وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ددې ناستې په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړل شو خو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له محمد اشرف غني سره وکتل او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې په دوه اړخيزو اړيکو، په افغانستان کې د سولې د روانو مذاکراتو او په دې برخه کې د سيمې د هیوادونو د همکاري او بيلابيلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په ګډون يو شمير دولتي چارواکو هم ګډون کړی و او همدا راز له شاه محمود قريشي سره هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت درې نور چارواکي ملګري دي.

شاه محمود قريشي په روانه مياشت کې دا دوهم سفر دی چې افغانستان ته يې کوي، نوموړی تر دې وړاندې هم کابل ته راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x