بهاول خان د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکی چې په ۱۹ مياشتو کې يې قرآنکريم ليکلی دی.

۸۷ کلن افغان په خپل لاس د ليکل شوي قرآن د چاپ غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت مزکز ښرنه کې يو تن سپين ږيری افغان چې قرآنکريم يې په خپل لاس ليکلی دی، له شتمنو خلکو غواړي چې د قرآن کريم د چاپ په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دغه ۸۷ کلن سپين ږیری چې بهاول خان نوميږي او د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د پتنې سيمې اوسېدونکی دی له قرآنکريم سره يې د میني او ثواب په خاطر د قرآنکريم ليکل پيل کړل او دغه چاره يې په ۱۹ مياشتو کې پای ته ورسوله.

ښاغلي بهاول خان چې ډيرې زده کړې نه لري خو په ليک لوست پوهیږي او د ژوند په دې لوی عمر کې يې د قرآنکريم د ليکلو چارې ترسره کړي دي.

دا ليکل شوی قرآنکريم چې څه کم اووه سوه صفحو کې بشپړ شوی دی يوه پاڼه يې څوارلس کرښې لري چې په واضحه توګه لوستل کيږي او په کتابت کې يې رکوع، ايات، وقف او نورو قرآني نښو ته پام شوی دی.

هغه وايي چې د ليکل شوي قرآنکريم چاپ کولو ته يې ډېر زړه کيږي خو کمزوری اقتصاد ددې اجازه نه ورکوي چې قرآنکريم په خپل لګښت چاپ کړي.

هغه په شتمنو مسلمانانو غږ کړی دی چې د قرآنکريم د چاپ په چارو کې ورسره مالي مرسته وکړي ترڅو يې دغه خواري ځای ونيسي او خوندي شي او هم به نور مسلمانان ورڅخه ګټه پورته کړي.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساپی
میلمه
ساپی

ړومبی دغه قدرمن کاکا ته سلام وایم الله ج دی ورته داخرت توښه کړی نیک کار یي کړی. که تکلیف ورته نه وونوزما مرکزته دی یوسی زه به یی په وړیا توګه چاپ اوپه وړیاتوګه به یی خپلومسلمانو وروڼو ته ورکړم.
دساپی دپښتوڅیړنواوپراختیا مرکز
پیښور ګل حاجی پلازا ارباب روډ.
ټیلفون.00923359207643
زه به ډیرخوشحاله شم چی قدرمن کاکامادالله ج په لاره کی د ځان شریک وال کړی.
مننه امام الدین ساپی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ډېر زيار يې ايستلی دی الله دي ښه اجر ورکړي. که د يوه عالم له خوا وکتل سي او د متن صحت يې تصديق کړي، بيا کوم شتمن د هغه د چاپېدو لګښت ورکړي ښه او د ډېر ستر ثواب کار به يې کړی وي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هم ساپی صاحب محترم او هم پتمن او عزتمن کاکا ته د ثوابونو او اجرونو په هیله. دا چي محترم سپین ږیری کاکا پدې پوخ سِن په دومره مبنه او مېړانه قرآن په خپلو ګوتو لیکی دی خپله یو ارزښتناک او د قدر او ستائنی وړ عمل دی. زما په نظر نن سبا د تلاوت لپاره مصحفونه ډېر او پرېمانه دی چه د ښکلی صحافت څخه هم برخمن دی بناً زما پیشنهاد دې غیرتی بابا او د کلتوری موزیم مسئولینو ته دادی چه ددې هنری مصحف د ارزښت د ساتلو پخاطر دا مصحف د خلګو کتنی او لیدنی ته ځانګړی… نور لوستل »