افغانستان

کابل ښار کې له چاودنې وروسته ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار شپاړلسمې حوزې اړوند د فوايد عامې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده او له هغې وروسته په سيمه کې ډزې روانې دي.

د کابل امنیه قومندانۍ وياند بصير مجاهد رسنیو ته وويل چې په سيمه کې يې د چاودنې غږ اورېدلی خو تر اوس معلومه نه ده چې چاودنه چېرته شوې ده.

له سيمې څخه خبريالان وايي چې چاودنه د فوايد عامي وزارت ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه په دې چاودنه کې چاته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د پيښې په اړه نور جزيات وروسته خپريږي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

خو ته او خدای د ښار منځ کی دا کار د مسلمانانو دی؟ دا خلک به بیا دا امید هم لری چی آینده کی به ښاریان مونګ ته رایه را کوی او یا په ښه سترګه مونږ ته ګوری. ستاسو او دهغو چی د خلکو په کورنو بمبارد کوی فرق څه دی؟ بیا نو هغوی هم ملامته ندی چی بیګناه ماشومان او یا ښځی وژنی ځکه چی تاسی هم همداسی کوی. ستاسو انتحاری څومره ماشومان او بی ګناه کسان شهیدان کړل؟ که چیری طالب دا کار کوی بیا دی طالب دا ګله هم نکوی چی ولی پر کورنو بمبارد کیږي.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x