د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو احتمال

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، ښايي افغان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون يو کميشنر رفيع الله بيدار د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې په ټاکنيزو چارو کې لا نور سمون ته اړتيا ده چې وخت به ونيسي.

رفيع الله بيدار په کابل کې رسنيو ته ویلي دي چې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه له سياسي ګوندونو، څارونکو ادارو، مدني ټولنو، مالي او امنيتي ادارو سره سلا مشورې پيل شوی دی.

بيدار ويلي دي چې له اړوندو لوريو سره له سلا مشورو ورسته که نتيجې ته ورسيږی نو د ولسمشريزو ټاکنو نېټه به د راتلونکي کال د حمل له ۳۱ مې څخه بلې نيټې ته وغځوې.

د ټاکنو کميسيون يوې بلې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې که ولسمشريزې ټاکنې ځنډيږي نو اعلان به يې د دلوې له ۲۸ مې نېټې مخکې کېږي ځکه چې د اوسني مهالويش له مخې د دلوې اته ویشتمه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو او منډو ترړو د پيل نېټه ټاکل شوې ده.

د يادونې وړ ده چې تيره مياشت چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د قضيې د سوله ييز حل له پاره هلې ځلې پيل کړې، هغه مهال هم د ټاکنو د ځنډېدو او له ولسمشريزو ټاکنو نه مخکې له طالبانو سره د مذاکراتو په پای ته رسولو ټينګار شوی و.

نن دریمه ورځ ده چې د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماندانو نوم ليکنه پيل شوې ده چې دا به د مرغومي د میاشتې تر ۱۲ مې نيټې دوام وکړي او تر اوسه د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله په ګډون يو شمير سياسي څېرو د ولسمشرۍ له پاره ځانونه نوماند کړي دي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د