کابل: له درې چاودنو وروسته لاهم ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړلسمه حوزه کې د فوايد عامې وزارت ته نژدې نن مازديګر مهال درې پرله پسې چاودنې وشوې او له هغې وروسته ډزې پيل شوې چې لاهم دوام لري.

له لومړنيو چاودنو وروسته وسله وال د شهيدانو او معلولينو وزارت ته ننوتلي دي او له هغه ځايه يې ډزې پيل کړي دی.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد ویلي دي چې سيمې ته پوليس رسېدلي او له وسله والو سره په جګړه بوخت دي او جګړه لاهم دوام لري خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د سيمې عيني شاهدانو په نني جګړه کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي خو دولتي سرچينو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ددې بريد مسؤليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د