چین په راتلونکو پنځو کلنو کي پر ملکي هوایی چلند ۲۲۸ ملیارډه ډالر مصرفوي
نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۸) دچین هیواد دملکي هوایی چلند مسئول خبری رسنیو ته ویلي، بیجینګ په پلان کي لري چي راتلونکو پنځو کلنو کي به د ملکي هوایی چلند دښه والي او بهبود په خاطر ۲۲۸ ملیارډه ډالر لګوي .
نوموړي زیاته کړه په چین کي اوس اوس ۱۷۰ سوداګریز هوایی ډګرونه او ۲۶۰۰ دسورلیو الوتکي دمسافرو خدمت کوي، دچین په هیواد کي اوس دملکي هوایی چلند ۴۳ شرکتونه په کاربوخت دي، چي دهغوي له جملي څخه اته شرکتونه غیردولتي دي، دچین هیواد کوښښ کوي دملکي هوایی چلند په ډکر کي نور پانګه اچونکي هم راجلب کړي، هیله کیږي چي په نژدي راتلونکي کي به دري نور شخصي شرکتونه په کارپیل وکړي.
وړاندوینه شویده چي په کال ۲۰۱۵ کي به په چین کي د ملکي هوایی چلند د مسافرو شمیره له ۴۵۰ بیا تر ۵۰۰ملیونه پوري ورسیږي، او ګمان کیږي چي دغه شماره به په کال ۲۰۳۰ کي ۱.۵ ملیارډه مسافروته ورسیږي.
ښاغلي لي جیا ومنله، له هغه څخه وروسته چي په چین کي ډاورګاډو ډیر تیز اوجدید سیسټم رامنځ ته شویدي او ډیری مسافرو دالوتکو پرځا ی داورګاډو ولور ته مخه کړيده، نو دملکي هوایی شرکتونولپاره اړینه ده چي په سیسټم کي نوي تغیرات راولي اودمسافرولپاره لازیاتي اسانتیاوي برابري کړي ترڅو وکولای شي دمسافرو توجه د اورګاډو پرځاي دالوتکو لورته راواړوي.
بخت الرحمن بخت