ورزش

اوه کلن استرالیاوی ماشوم به د هند خلاف ټیسټ سیالۍ کې لوبډلمشري کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ مرغومې،۱۳۹۷ل): د هند او استرالیا ترمنځ په درېیمه ټیسټ سیالۍ کې داسې څه کېدونکې دي چې تر دې دمه د کرېکټ په نړۍ کې نه دي پېښ شوي.

استرالیاوی ماشوم (ارچي سیلر) چې اوونۍ وړاندې یې اوومه کلیزه ولمانځله، د هند ملي لوبډلې پر وړاندې په درېیمه ټیسټ سیالۍ کې د خپلې توپوهنې جادو ښيي، او د مرستیال لوبډلمشر په توګه به دنده ترسره کوي.

د استرالیا او هند لوبډلو مشرانو او روزونکو وړمه ورځ اعلان وکړ چې په لومړي وار به ۷ کلن ماشوم د مرستیال لوبډلمشر په توګه دنده ترسره کړي او د خپلې کمالي توپ اچونې جادو هم وښيي، نوموړی به د یوه اضافي لوبغاړي په حیث په یاده لوبه کې شامل وي.

دغه ماشوم تېره میاشت په لومړي وار په رسنیو کې وروسته له هغې چې په یوټیوب یې ویډیو خپره کړې وه او د استرالیا لوبډلې مشري کولو هیله یې ښودلی و، د پام وړ وګرځېد چې استرالیاوي نامتو توپ اچونکي شین وارن نوموړي ته د توپ اچونې په برخه کې روزنه ورکړه، او لوبډلې یې د هیلې پوره کولو پریکړه وکړه.

ویل کیږي چې ارچي په کوچنیوالي کې د زړه ناروغ و خو له سختو ناروغیو او د ۷ عملیاتو ترسره کولو نه وروسته یې روغتیایي حالت یو څه ښه شو، نوموړی لیګ سپینر توپ اچونه هم کوي چې ښه تاکنیک او بېلابېلې ځانګړتیاوې لري.

یاد ماشوم چې لا هم د زړه ناروغي لري ډاکټرانو ورته ویلي وو چې باید خوشحاله وساتل شي، د همدې په خاطر چې نوموړی له کرېکټ سره مینه لري او ښه توپ اچونه هم کوي د استرالیا کرېکټ بورډ او مشر روزونکي پریکړه کړې چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې یې په خپله یوولس کسیزه لوبه کې ولوبوي.

یاده دې وي چې د هند او استرالیا ترمنځ درېیمه ټیسټ سیالۍ د چهارشنبې په ورځ چې ۲۶ دیسمبر سره سمون خوري ترسره شي، دغه سیالۍ ته د باکسینګ ورځ نوم هم ورکړل شوی، د دواړو لوبډلو ترمنځ د څلورو سیالیو سیریز ۱-۱ مساوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x