ټرمپ: د سوريې بيا رغونه به زموږ پر ځای سعودي کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، سعودي د سوريې بيا رغونې لپاره د پانګې ورکولو په اړه هوکړه کړې او د امريکا متحده ايالاتو پر ځای به دغه کار سعودي کوي او په دې اړه يې له سعودي مننه هم کړې ده.

ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «سعودي چارواکو منلې، چې د امریکا پر ځای به د سوريې د بيا رغونې  لګښت پر  غاړه اخلي.»

هغه په خپل ټويټ کې زياته کړې: « پر ځای د دې، چې  ستر دولتونه له پنځه زره ميله لرې هلته ابادي کوي، دا ښه خبره ده، چې فاحش مالداره دولتونه په خپلو پانګو کې د خپلو ګاونډيو هېوادونو مرسته وکړي او په دې اړه له سعودي مننه کوم.»

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره اوونۍ نوموړي له سوريې د خپلو دوه زرو پوځيانو د وېستلو پرېکړه وکړه.

يو شمېر څارونکي وايي، امريکا له ترکيې سره هوکړه کړې، چې د داعش پر ضد جګړه به ترکي پوځيان پر مخ بيايي او د سوريې  د بيا رغولو چارې به سعودي پر غاړه اخلي او په دې لړ کې به د سيمې دولتونه د سوريې په اړه خپل مسؤولیتونه ادا کوي.

تر دې لږه شېبه وړاندې ټرمپ په يوه بل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ده ته په سوريه کې د داعش د له منځه وړلو په اړه بشپړ معلومات ورکړي دي.

د امریکا ولسمشر ويلي، چې له خپل ترکي سيال سره يې د داعش ځپلو په اړه ډېرې ګټورې سلامشورې کړي دي او چې امريکايي پوځيان له سوريې وځي، پر ځای به يې دغه خلا ترکي پوځيان ډکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د