کابل: د تيرې ورځې بريد کې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کې د شهیدانو او معلولينو چارو او ټولګټو وزارتونو د تيرې ورځې بريدونو کې د يو پوليس او يوې ميرمنې په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

دا برید تيره ورځ څه باندې درې بجې د يو موټر بم په چاودېدو پيل شو او له هغې وروسته بريد ګرو د شهيدانو او معلولينو چارو او ټولګټو وزارتونو بريدونو ته دوام ورکړ چې د شپې تر لسو بجو يې دوام وکړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې په دې بريدونو کې زياته مرګ ژوبله د شهيدانو او معلولينو چارو معينيت او ټولګټو وزارت کارکوونکې ته اوښتې خو په وينا يې چې له دواړو وزارتونو څخه ۳۷۵ تنه کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي دي.

يو شمير کسانو د بريد پرمهال له لوړپوړو ودانيو څخه ښکته راګام کړي دي چې له امله يې هغوی هم ټپيان شوي دی.

دانش زياتوي چې له درې تنو بريد ګرو سره تر اووه ساعته جګړه وشوه چې وروسته د بريد ګرو په وژلو جګړه پای ته ورسېده.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د