طالبان: پر هیڅ ارزښت معامله نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې د خبرو اترو تر څنګ طالبانو ولس ته ډاډ ورکړی چې پر هیڅ ارزښت به معامله ونه کړي.

طالبانو د «ورځې خبره» ترسرلیک لاندې تبصره کې چې د دوی رسمي دریځ څرګندوي، یادونه کړې چې د هېواد پر خپلواکۍ او ملي ګټو به هیڅ کله معامله ونه شي.

د تبصرې له مخې طالبانو پرلپسې ثابته کړې چې «د ګران هیواد په خپلواکۍ او ملي منافعو به په هیڅ ډول له هیڅ جهت سره سودا ونه کړي، د مظلوم ولس او په سنګرونو کې د میشتو اتلو مجاهدینو د ارمانونو تحقق ته به ژمن پاته کیږي.»

د طالبانو په خپره کړې تبصره کې د فشارونو یادونه هم شوې ده، خو ویلي يې دي چې هیڅ کمروزی دریځ به غوره نه کړي.

«د دښمن د هر ډول فشارونو په وړاندې به کمزوری دریځ نه غوره کوي او د خپلې سوچه اسلامي او ملي داعیې او پاک هدف د ترلاسه کولو په لار کې به له هیڅ ډول قربانیو څخه ځان دریغ نه کړي.»

طالبانو د امریکا له لوري د خبرو پیل د هغوی له لوري د واقعیت درک کول بللي، خو د دې تر څنګ يې د هېواد تر خپلواکۍ پورې د مبارزې پر دوام ټينګار کړی دی.

تبصره کې د پراخو منفي تبلیغاتو، عملیاتو او ډول ډول پلانونو پر وړاندې د طالبانو بریا د الله جل جلاله مرسته او د ولس پراخ ملاتړ یاد شوی دی.

طالبانو د نظامي بریا تر څنګ په سیاسي برخه کې هم د بریا غږ کړی: «اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې هم د نظامي میدان په څېر اشغالګر او داخلي اجیران يې پر ګونډو کړي، د دښمن له شومو اهدافو یې پرده پورته کړې او د افغانستان او افغان ولس پر ضد د یرغلګر او داخلي دښمن ګڼ تخریبي پلانونه یې خنثی کړي، موږ باوري یو چې د رواني معضلې په هر بعد کې د افغان ولس په نمایندګي اسلامي امارت ګټونکی دی.»

avatar
2 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

دا د حق او باطل اخری پیړیو جګړه دی کیدی شی اخری او یا د اخری جګړو مهمه یا ابتدا او لا انتهی وی ځکه مجموعی ژوند د څنکدن شیبی معلومیږی،زمکی ټولی خزانی ( معدنیات ) راوغورزولی او د غورزولو په حال کی دی یعنی ډیر کم وخت کی به د زمکی خزانی ختم شی بابه نو ساینس او تکنالوژی له کومه شی ، نو معلومیږی چه همدا د اخری ژوند اخری شیبی دی . د حق اړخ کی طالبان چه د شمیر ، وسلو او وسیلو د مقایسی له مخی صفر ته تقرب کوی الله ج یی هر اړخیز… نور لوستل »

Naim
میلمه
Naim

يعنى دزوند اخرى شيبى به افغانستان كى جى تول خلك يي ديرش ميليونه دى. نوره دنيا كى زوند دى او دوامداره زوند دى. خلك د خبل الله تعالى طاعت او عبادت كوى. يوازى افغانستان كى نسل وزنه شروع ده. الله دى ظالمان له مينزه يوسى

لونګ
میلمه
لونګ

له طالبانو ندی فرښتی جوړی کړی. به والله ##### ورکړی. هغه اسلام چی د ځان وژنی په وسیله او په انتحار سره لاس را راځی هغه دی تاسو ته مبارک وی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب

له داسې څرګندونو چې شيطان خوشحالوونکې او ايمان زيانوونکې وي کلک پرهېز وکړی.

زه مو د طالب له مخالفت څخه نه راګرځوم، خو د يوه مسمان ورور په صفت درته توصيه کوم چې له طالبانو سره د اختلاف يا دښمنی په وجه په اسلام او اسلامي شعايرو او معتقداتو مه لګئ!

موسی
میلمه
موسی

لونګین خانه! بیغمه شه ته چا نه یې مجبوره کړی چې په اسلام را ګډ شه
ته دې دغه د جنرال میلر تالۍ څټه شیطانان او منافقین د پیغمبرص په زمانه کې هم موجود و، هغوی به هم مسلمانانو ته ویل اسلام موږ نه کوو اسلام دې ستاسو مبارک وي.

بسم الله
میلمه
بسم الله

وایی غیرت کم کړه ډوډی ډيره ده، د افغانستان مجاهد اولس خو غیرت او همت لری د غلامی له زرو کلو عمر که په ارګ کی هم وی ، د خپلواکی د یوی ګړی ژوند ورته شرف لری مهمه نه ده چه په زولنو او زندانو کی وی.نوره نړی کی استعماری او مستعمره هیوادونه دی لکه پاکستان هندوستان، سعودی او داسی نور هغوی غلامی منلی مزی کوی مګر په میرمنو یی شنه سترګی نخری کوی مګر زمونږ خلک بی ناموسی نه خوښوی نعیم جان وروره. هر نفس دمرګ څکونکی دی تاسی وایاست هلته دوامداره ژوند دی هغه ورځ مو لوی… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

یاره بسم الله خانه: ته هم ماغوند بی خبره یی. خپلواکی هغه وخت اخیستی شی چی زور ولری مونږه څه لرو، کاش چی په سیاست هم پوهیدای. د ابوظبی غونډه کی څوک وو ته پوهیږی؟ د کویټی طالبان له چا سره راغلی وو. ##. هغه خپلواکی چی د انتحار او ځان وژنی په وسیله اخیستل کیږی هغه دی تاسو ته مبارک وی. اول ځان سمبال کړه، د کافرو په مقابل کی وسایل آماده کړه، سیاست زده کړه، بیا د خپلواکی خبری وکړه. کورونه مو په پیښاور او کویټه کی دی، مشران مو د پیښاور او کویټی د شوراګانو غړی دی… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

لونګ خانه، ته په مادياتو عقيده لري، نو داسلام او مسلمانانو په مورد بي ځايه تبصيري مه کوه، هسي نه چه ځوک دمخ در تور او په خره د سرچپه سپور کړي. کاروان

بسم الله
میلمه
بسم الله

غنی لونګ صاحب ، زه چه وایم ستا سی دوره هم پوره شوی په اسدالله ګانو او امرالله ګانو یی نه شی راټینګولی شیطان درڅخه خوشاله نه شو او الله ج ته دی مخ تور شو ستاسی برخه لیک د نجیب ګاو د برخه لیک ورځی دی ،مداری توب دی نوره ګټه نه کوی زه با