سیاسي ګوندونه: ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نه لري

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځند خبر هم ورکړی دی، سیاسي ګوندونه وايي چې دا کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري.

د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر رفیع الله بیدار تېره ورځ بې بې سې ته وویل، د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه له سياسي ګوندونو، څارونکو ادارو، مدني ټولنو، مالي او امنيتي ادارو سره سلا مشورې پيل شوې دي، له اړوندو لوريو سره له سلا مشورو ورسته که نتيجې ته ورسيږي نو د ټاکنو نېټه به بدله کړي.

په ورته وخت کې ځينې سیاسي ګوندونه وايي، د ټاکنو کمیسیون دا ظرفیت نه لري چې ولسشمریزې ټاکنې ترسره کړي.

د دې ګوندونو د ګډې کمېټې غړي اسدالله سعادتي رسنیو ته خبرو کې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو کې درغلۍ کړې او باید عدلي ارګانونو ته معرفي شي.

د دې کمېټې بل غړی همایون جریر وايي، نه یوازې دوی، بلکې نړۍوال او ان پخپله دولت پر دې پوهېږي چې دا کمیسیون د ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دوی ځينې سمونونه راوستي، خو د دې تر څنګ مني چې تېرو دریو ورځو کې لا هم هیچا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه نوملیکنه نه ده کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د