جوزجان؛ چارواکي وايي دوو عسکرو خپل ملګري وژلي، طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان چارواکي وايي، فیض اباد ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې تېر سهار دوو عسکرو خپل ملګري وژلي، د یو ټانګ او ګڼو مهماتو په ملتیا طالبانو ته ورغلي دي.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر کمال الدین وايي، دغه پوسته د فیض اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار ګورجک کلي کې پرته ده.

هغه وايي دې عسکرو خپل دوه ملګري وژلي او د پوستې ټول مهمات يې طالبانو ته ور وړي دي.

د سرچینې په وینا دغه عسکر د عامه نظم د کنډک اړوند و، چې له ټولې پوستې نه یوازې اشپز سلامت سر ایستلی دی.

کمال الدین نه دي ويلي چې بریدګر د طالبانو نفوذي ملګري و او که يې وروسته ورسره اړیکه جوړه کړې وه.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د