له ۱۵۰زره کډوالو سره ژمنۍ مرستې کېږي

ارشیف

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د د کډوالو اداره وايي، تر اوسه يې په افغانستان کې له ۵۸زره بې ځایه شویو او کډوالو سره ژمنۍ مرستې کړې دي.

د «یو ان ایچ سې ار» د خبرپاڼې له مخې د ژمي په رارسېدو سره به ۱۵۰زره بې ځایه شویو او کډوالو سره مرستې وکړې.

د سرچینې په وینا مستحقو کورنیو ته دوه سوه ډالر ورکول کېږي، چې یوازې کابل کې يې ۱۷زره اړ خلک په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د دې سازمان په وینا په افغانستان کې د وچ کالۍ، جګړې او بېلابېلو علتونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ او راغليو کډوالو څخه ۶۲۰زره تنه يې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې حکومت او مرستندویه ادارې یوازې ۴۲۰زرو کسانو ته بېړنۍ مرستې روسولی شي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې یوازې د غزني د ګیلان ولسوالۍ له رسنې سیمې نه د پوځي عملیاتو او بمبارۍ له امله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ کډوالې شوې، چې د ځايي سرچینو په وینا د ژمي په رارسېدو بېړنو مرستیو ته اړتیا لري.