حامد کرزي یو ځل بیا د سولې بهیر کې د روسيې او چین رول مهم وباله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په چین کې یوې غوندې ته په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پیل کړې هڅې وستایلې خو ځينې مشورې يې هم وړاندې کړې.

حامد کرزي ټینګار وکړ چې که امریکا د رښتونې سولې لپاره کار کوي، باید د سیمې مطرح قوتونه لکه چین او روسیه باید په دې پروسه کې دخیل وي.

کرزي وویل: «همدارنګه زموږ د ګاونډیانو چې لوی قوتونه دي، رښتونې همکاري په پام کې ونیول شي، د مثال په ډول چین او روسیه زموږ په ګاونډيتوب کې د نړۍ زبرځواکونه دي.»

هغه د دې تر څنګ د شانګهای غړي هېوادونه هم د سولې په برخه کې مرستندویه یاد کړل، چې باید ناپامه ونه نیول شي.

حامد کرزي تر دې وړاندې هم د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم یاد کړی و او ویلي و، چې له دوی پرته به هڅې د پام وړ رنګ ونه لري.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پخپل درېیم سفر کې روسيې او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو ته چې د شانګهای غړیتوب هم لري لاړ.