افغانستان

ډانفورډ خپلو عسکرو ته: د شاوخوا اوازو تر څنګ تاسې خپل «ماموریت» پر مخ بوځئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ د کرسمس په مناسبت بګرام پوځي اډه کې خپلو عسکرو ته وویل، چې باید خپل ماموریت ته پام وکړي.

هغه له افغانستانه د نیمايي عسکرو د ایستل کېدو په اړه د ټرمپ د امر اړوند واضح څه نه دي ویلي، خو ويلي يې دي چې د «شاخوا اوازو» تر څنګ باید «تاسې خپل ماموریت پر مخ بوځئ!»

ډنفورډ چې تر دې وړاندې يې هم د جګړې د توندولو څرګندونې کړې، عسکرو ته په خبرو کې ويلي چې له عسکرۍ پرته دې بل چورت نه وهي، په وینا يې: «تاسې امریکايي عسکر یاست، یو ماموریت لرئ او هغه ته دوام ورکړئ.»

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې دلته د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل، چې دوی ته رسماً د عسکرو د ایستل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د سرچینو په وینا ټاکل شوې د را روان میلادي کال جنورۍ کې ټرمپ د نیمايي عسکرو د ایستل کېدو امر ورکړي.

امریکا د ناټو په د غړو هېوادونو په ملتیا دلته د دوی د شمېر له مخې شاوخوا ۱۴زره عسکر لري، چې د شپنیو عملیاتو، هوايي بریدونو او مخامخ جګړو تر څنګ د افغان عسکرو د روزنې، تمویل او مشورې دنده هم پر مخ وړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دوی فکر کوی جه د طالبانو سره په جنګ کی به څه ناڅه بریا ترلاسه کړی تر څو دخپلو هیوادو مالیه ورکوونکی ورپسی کانټی روانه چه تریلونو ډالر مو زمونږ د څه د پاره خر څ او زمونږ په زرونو پجیان مو به څه قربانی کړل چه دوه دری چنده لا تزاوسه پټ پاتی اعلان شوی نه دی .
د طالبانو سره جنګ د الله ج سره جنګ ځکه دی چه طالبان الهی او دوی شیطانی نظام غواړی په افغانستان کی په زوره په خلکو ومنی طالبان د الله ج لشکر دی او الله ج ورته تر ټولو لویه وسله یعنی ایمان ورکړی کوم چه د دجال د پاره د عیسی ع حیثیت لری
دا چه دوی خپلو عسکرو ته وایی چه تاسی د اوازو پسی مه ګرځی مګر ستاسی کار جنګ یعنی د مظلوم اولس وژل دی تاسی خپلی وژنی ته ادامه ورکړی . دا یی یو وحشت بل وحشت یی دهماغو غریبو عسکرو سره دی چه د بی سوادی او فقر له امله یی په کمو معاشو راوستی او دلته بری نور غریبان وژنی یعنی غرییان په غریبانو وژنی که هغه عسکر په دی پوه شی چه زه د یو څو ډالرو د پاره د نورو خاوره نیسم ، خپلواکی یی غصبوم او خلک یی وژنم هغوی به کله هم دغه بی ننګی ونه منی حتی که له لوږی مړه هم شی.
د همدی امله ورته نشه توکی ورکوی چه بی رحمه او وحشیان تری جوړ کړی ، خو کله چه یی د مکلفیت دوره پوره او خپلو هیوادو ته ستانه شی او نشه توکوی پری ودریږی متوجه شی هغه وحشت او مظالم چه یی تر سره کړی هغه ټول ورته دمخه شی بیای اعصاب خراب شی ځان وژنی او نور وژنی کوی په زرونو عسکر یی په همدی ځآن وژنو او نور وژنو وژل شوی او څه په روغتونو او بیندیاخانو کی د مرګ په انتظار شپی ورځی تیروی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close